BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:44 گرينويچ 2006 ,03 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کندهار ځانمرگي بريد ٤ کسه ووژل

کندهار
په تيرو څو ورځو کې دا ديم ځانمرگى بريد دى چې د کندهار په ولايت کې د ناټو سرتيري په نخښه کوي
د افغانستان د کندهار په ښار کې د يوۀ ځانمرگي بريد له امله او ورپسې د هوايي ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي .

د خواجک بابا په سيمه کې چې د کندهار ښار د زړۀ په ختيځه برخه کې ده ، دغې چاودنې ډير ملکي کسان ژوبل کړي خو د رپوټونو ترمخه پکې ٣ بهرني سوله ساتي سرتيري هم ټپيان شوي دي .

د پېښې سيمه د ناټو ځواکونو کلابنده کړې وه . دا په دې وروستيو کې دريم ځانمرگى بريد و چې د چاودنې غږ يې د کندهار ښار تر ليرې پرتو سيمو ورسيد .

د مرگې ژوبلې د دقيقې شميرې په باب لا هم سپيناوى نه دى شوى . افغان چارواکي په پېښه کې د وژل شويو کسانو شميره ٢ تنه يادوي او ټپيان ١٣ کسه ښيي .

د کندهار د امنيې قومندان عصمت الله عليزي بي بي سي ته وويل د دې چاودنې ټول قربانيان ملکي کسان دي .

د کندهار په هوايي ډگر کې د ناټو پوځي وياند جگړن ليډر چاک وايي په دغه پېښه کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو درې سرتيري هم ټپيان شوي دي .

تر پېښې وروسته د ناټو يو ويجاړ شوى گاډى پر ځاى پاتې و خو ژوبل شوي کسان يې ترې بېول شوي وو .

د ناټو ټپيان د عيني شاهدانو په وينا د پخوا خلاف دا ځل په گاډو کې روغتون ته رسول شوي دي .

خو په لاره تلونکو دغو گاډو د عيني شاهدانو په وينا پر هر هغه چا ډزې کولې چې دوى ته ورنژدې کيدل .

ويل کيږي چې د دغو ډزو له امله يو کس وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي . جگړن چاک او افغان امنيتي ځواکونو له بي بي سي سره په خبرو کې پر ملکي کسانو د ناټو د ځواکونو له ډزو بې خبري وښووله .

د پېښې پړه طالبانو منلې ده او ورسره ادعا کوي چې گواکې د ناټو د ځواکونو مرگ ژوبله ډيره ده . طالبان د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې په باب وايي چې خبر نه لري .

د کندهار اوسيدونکي د طالبانو له لورې د ښار په منځ کې پر چاودنو او د نړيوالو ځواکونو له خوا پر ډزو اندېښنه ښيي او وايي چې له دوى لور گودر ورک دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت