BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:12 گرينويچ 2006 ,27 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کندهار ځانمرگي بريد ٢ بهرني سرتيري ووژل

ناټو
پېښه د کندهار ښار د سپين بولدک د موټرو اډې ته نژدې سهار د وخته شوې ده .
د افغانستان د کندهار په ولايت کې يوۀ ځانمرگي بريد دوه بهرني سرتيري وژلي او دوه تنه نور يې ټپيان کړي دي .

په ټپيانو کې يو تن ملکي کس او بل يې د ناټو په قومانده کې بهرنى سرتيرى دى .

چاودنه په يوۀ موټر کې ځانمرگي کس وکړه . پېښه د کندهار ښار د سپين بولدک د موټرو اډې ته نژدې سهار د وخته شوې ده .

د چاودنې وخت ښايي د ملکي کسانو د لا ډيرې ژوبلې مخه نيولې وي . په ملکي کسانو کې يو کس ټپي شوى او د هغۀ ١٥ اوښان وژل شوي دي .

د کندهار بريد تر هغه يوه ورځ وروسته شوى چې په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې د يوۀ بل ځانمرگي بريد په ترڅ کې ١٥ تنه ووژل شول .

په هغۀ بريد کې ٢٥ کسه ټپيان شوي هم وو . د وژل شويو او ټپيانو ډيره برخه د ملکي کسانو وه چې سهار مهال د ارگون ولسوالۍ په يوۀ رستورانت کې د چايو پر څښلو بوخت وو .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت