|
د پکتيکا ځانمرگي بريد ١٥ کسه ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې د يوه ځانمرگي بريد په ترڅ کې ١٥ تنه وژل شوي او نور ٢٥ کسان ژوبل شوي دي . د پکتيکا والي اکرم خپلواک له بي بي سي سره په مرکه کې د ارگون په ولسوالۍ کې شوى دغه بريد د يوه سيمه ييز ولسوال او ورسره د پوځ د يوه سيمه ييز قوماندان د وژلو هڅه بللې .دغه دواړه چارواکي په بريد کې ژوبل شوي دي . دغه ځانمرگى بريد د يکشنبې ( د ليندۍ ٥ د نومبر ٢٦ ) په گهيځ د پکتيکا ولايت د ارگون په ولسوالۍ کې د لويې لارې پر يوه هوټل کې هاله وشو چې د برمل ولسوال او ورسره د پوځ ملگرى قوماندان هوټل ته ورننوتل . ظاهرا داسې بريښي چې بريد کونکى لا له وړاندې په څو کې وو . د پکتيکا د والي اکرم خپلواک په وينا هوټل ته ورغلي چارواکي په لومړي نظر پر بريدکونکي شکمن شول خو د لاس له پورته کولو وړاندې زوروره چاودنه وشوه او درنه مرگ ژوبله يې تر شا پريښوده . د پکتيکا والي بريد هوټل ته د ورغلو چارواکو د وژلو هڅه وبلله خو دا يې هم زياته کړه چې دوى دواړو سپک ټپونه اخيستي او اصلي تاوان ملکي وگړو ته اوښتى دى . "د پيښې اکثره قربانيان د ماشومانو په گډون ملکي وگړي دي . د سرتيرو له مينځه يوازې دوه تنه وژل شوي او پخپله ولسوال او قوماندان سرسري ژوبل شوي دي . " والي ډاکټر اکرم خپلواک ادعا وکړه چې بريد کونکى پاکستانى او د پنجاب اوسيدونکى دى. "د کرښې پورې غاړه د ترهگرو مرکزونه دي . ځانمرگي بريد کونکي هملته روزل کيږي . دا بريد هم له هماغه ځايه را استول شوي يوه پنجابي کړى دى ." دا د انساني تلفاتو له اړخه په وروستيو څو مياشتو کې تر ټولو دروند بريد بلل شوى . تر دې وړاندې په دغه سيمه کې دوه ورته نور بريدونه هم شوي وو خو چارواکو ويل چې پخپله د بريد کوونکو له وژل کيدو پرته يې نور تاوان نه درلود . د پکتيکا ولايت چې د ډيورنډ کرښې ته ورڅيرمه پروت دى د نا امنيو د پيښو له اړخه يوه ناکراره سيمه بلل کيږي . له دغه سيمې د چاودنو او ځانمرگو بريدونو تر څنگه کله ناکله د مخالفانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د مخامخ جگړو رپوټونه هم ورکول کيږي . | ورسره تړلي نور خبرونه په وسله واله نښته کې افغان چارواکى وژل شوى15 مارچ, 2006 | خبرونه قومي مشران : په پکتيکاکې امريکايي ځواکونه بې گناه خلک زوروي21 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||