کمال سعادت له خوست څخه |  |
 | | | په گرديز کې چارواکي د دغه بريد پړه پر طالب ټوپکوالو اچوي . |
په پكتيا ولايت كې د يوې نښتې په ترڅ كې يوحكومتي مامور او بل تن بريدكونكى ووژل شو . پيښه نن د چارشنبې په ورځ ( د کب ٢٤ د مارچ ١٥ ) روڼ سهار د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د خانوال په كلي كې هغه مهال وشوه چې د ولسوالۍ اداري مديرله خپل كورنه د دفتر په لور روان ووچې څوناپېژندل شويو موټر سپرو پري ډزې وكړې او له اداري مديرسره چې خپله وسله هم ورسره وه په بريدكونكوډزي پيل كړې چې د څودقيقو په نښته كې نوموړي اداري مدير او يو بريدكونكي ووژل شو. دا خبري يوګل سليمانخيل چې دپكتيا ولايت دپوليسومشردى وكړې اوزياته يې كړه چې نور بريد كونكي له سيمې تښتيدلي دي او لټون يې روان دى خو تر دې مهاله پورې څوك نه دي نيول شوي . دى پړه مخامخ په طالب ټوپکوالو ورواچوله خو تراوسه پورې يې چا پړه په غاړه نده اخيستي.په زرمت ولسوالۍ كې دتيرو څومياشتو راهيسې څوځلي ورته پيښې شوي دي . او سيمې خلك له حكومتي چارواكوغواړي چې په سيمه كې د امنيت د تير په شان ټينګ كړي.خو يوګل سليمانخيل وايي چې دوى له قومي مشرانو اربكيو يا قومي مليشو هم غوښتي دي چې په سيمه كې دحكومتي چارواكو او د خيريه موسسو دكاركونكو امنيت ونيسي .
|