|
قومي مشران : په پکتيکاکې امريکايي ځواکونه بې گناه خلک زوروي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د يوه ساعت په اوږدو کې مي د قومي مشرانو درې ډلى وليدې چې د پکتيکا د والى دفتر ته راغلى او د ائتلافې ځواکونو څخه يې شکايت وکړ چې په زوره يې کورونو ته ننوزې ، پلټيې او گواکې چې په ناحقه د سيمي خلک زوروي او بنديان کوي . د يوي ډلى مشر چې ځان يې حاجې کو هاټ وپيژاند ، وويل، دوى ، د سيمې د دوه تنو ملايانو چې په وينا يې په ناحقه يې امريکايان د نيولو هڅه کوي ، د سپيناوې لپاره راغلې دي . بلى ډلى بيا شکايت کاوه چې امريکايان د يوه چا په گناه ، بل بي گناه کس نيسي . بهرام شکايت کوي چې د تره د زوى په تور يې دده زوى نيولې او څو ورځي کيږي چې له امريکايانو سر بندي دي . دغه راز خلک شکايت کوي چې امريکايان بې له دى چې سيمه ايز دولتي چارواکې خبر کړي ، د خلکو پر کورونو بمبارې کوي ،بيگناه خلک وژنې او دوې ته ستونزي او کړاونه رامينځته کوي .
د پکتيکا د يو شمير قومي مشرانو په وينا،د امريکايي پوځيانو دغه کړنى ، پر امريکا او دولت باندې دخلکو باور کمزورى کړى او صاحب جان کټوازى وايې چې که امريکايان له خپلو خپل سرو عملياتو لاس وانخلي نو په وينا يې چې دا به ، پر سيمې د مخالف اورپکو د اغيز شونتيا برابره کړي . په رښتيا چې دا يو ه ډيره جدى ستونزه ده چې د پکتيکا ولايت سيمه ايز چارواکې وايې چې د اوارى لپاره يې يو لړ گامونه اوچت کړي دي . خو د پکتيکا والې گلاب منگل وايې ددغى ستونزې د اوارى لپاره بايد چې د ټول هېواد په کچه د مرکزې دولت له خوا گامونه اوچت شي . د امريکايي پو ځونو د کړنو په تړاو دغه شکايتونه داسى مهال يو ځلى بيا پورته شوي دي چې ولسمشر حامد کرزي ويلې چې په ټوله کې بايد چې په افغانستان کې د ترهگرۍ په وړاندې د ائتلافي ځواکونو تگلاره بدله شي . دارنگه نوموړى بمبارې بى گټى بولې او وايې چې امريکايان حق نلرې چې له اجازې پرته د چا کور ته ننوزى او پلټني وکړي. امريکايي ځواکونه پداسې حال کې چې وايې چې د خپلو عملياتو په لړکې د افغانانوټولو ديني او دوديز ارزښتونو ته درناوې کوي ، خو زياتوى چې په ځينو ځانگړو پو ځې حالاتو کې د عملياتو د پټ ساتلو او پر مخالفينو د ناڅاپى چاپو د ترسره کولو لپاره اړ دي چې د سيمه ايزو چارواکو له خبرتيا پرته ، په چټکئ سره عمل وکړي . د امريکي په مشرئ شااوخوا اتلس زره ائتلافي ځواکونه دامهال ، په افغانستان کې د ترهگرو او طالب پاتې شونو د ځپلو په عملياتو بوخت دي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||