BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي

کندهار
په داسي حال كې چې روان عيسوي كال مخ په خلاصېدو دى کندهار کې افغان چارواكي وائي چې دامنيت دټينګولو لپاره ئې نوي پلانونه جوړ كړي دي
کندهار کې ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي

د کندهار چارواکې وايي چې د غلطو اوازو خپرونکو ته به سزا ورکړي . پوليس وايي چې يو شمير کسان د غلطو اوازو په خپرولو سره د ښار فضا خرابوي

په داسي حال كې چې په تېره اونۍ كې دافغانستان كندهار ولايت دپرله پسې ځانمرګي بريدونو شاهد ووخو اوس هلته افغان چارواكو سخت امنيتي تدبيرونه نيولي دي ، ښارته ننوتونكې لاري پلټل كېږي اوپه ښاركې دننه دسورليو دموټرو اوشكمنوكسانو تلاشۍ روانې دي

دښار په شاوخوا ټولو برخو كې په برګو درېشيو كې نغښتي امنيتي ساتونكي ترسترګو كېږي ، دوى خپلي ګوتې دټوپك پرماشه نيولې او په ډېره ځيركتيا يواو بل لورى څاري ، دموټرو تلاشۍ هم بله بڼه خپله كړې او تقريباً ټول دسورليو موټر پلټل كېږي

په تېره اونۍ كې پرله پسې ځانمرګي بريدونو دكندهار ښار پرورځنيوچارو بدي اغېزي وشيندلې ، ددغه ښار دتجارتي چارو دراكړې وركړې بازار ئې خورا زيانمن كړ او په ښار كې دخلګو ګڼه ګوڼه دپخوا په پرتله كمه شوه ، دباسكېل ، موټرسايكل ، موټر ، اوحتا دنابلده انسانانو څخه به داوېره وه چې اوس خپل ځان ونه چاودي ، خودتېرو څلورو ورځو دتېرېدو راهيسته دا فضا بدله شوه او اوس بيا دكندهار ښار ورو وروخپل پخواني حالت ته راګرځېدونكى دى په ښاركې ګڼه ګوڼه زياته شوې او پرهټيو يادكانو نو هم خلګ زيات ترسترګو كېږي

خو په ښار كې دننه داسي كسان هم شته چې دناسمو خبرونو په خپرولو سره دخلګو په خبره غواړي چې كندهار ښار بېرته تېري اونۍ ته وګرزوي ،ځيني كسان دچاودنو او ځانمرګي بريدونو ناسم خبرونه خپروي او خبري رسنيو ته ټليفونونه كوي چې ګواكې دښار په پلاني واټ كې چاودنه وشوه ، او ددې ترڅنګ په ښار كې دننه دګڼې ګوڼې په بازارونو كې ورته آوازې خپروي

پر ټليفون باندي دناسمو خبرونو په خپروونكو كې ډېرى كسان په غيري دولتي اداروكې كار هم كوي ، داچې داكسان څوك دي دكندهار دامنيې قوماندان عصمت الله عليزى وائي داهغه كسان دې چې دپرديو لپاره كار كوي دده په خبره چې ددغو كسانو دنيولو په موخه ئې په كندهار ښار كې پټ او ښكاره پوليس ګومارلي دي

داكندهار دامنيې قوماندان وائي چې غلطي آوازې خپروونكي كسان به نيسي او سخته جزا به وركوي ښاغلي عليزي پر سيمه ئيزو اوسېدونكو غږ وكړ چې په ښار كې دناسمو خبرونو خپرونكي كسان دي پوليسو ته ور په ګوته كړي

كندهار په تېريوه كال كې دافغانستان تر ډېرى نورو ولايتونو ناامنه ولايت بلل كېدى او چارواكې وائي چې په دغو ناامنيو كې تر ډېره هده تبليغاتي جګړه هم شوې ده

په داسي حال كې چې روان عيسوي كال مخ په خلاصېدو دى افغان چارواكي وائي چې دامنيت دټينګولو لپاره ئې نوي پلانونه جوړ كړي دي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت