 | | | د ناټو يوۀ پوځي مشر وويل که تر وخت وړاندې د سوله ساتو ځواکونو قومانده واخلي ښه به وي . |
د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو تر ټولو لوى پوځي مشر جنرال جېمز جانز وايي په راتلونکو څلورو مياشتو کې به د ټول افغانستان د سوله ساتنې د مسووليت خپلولوته چمتو وي . که داسې وشول نو دا به تر ټاکلې مودې هم څو مياشتې د وخته وي چې ناټو دغه دنده خپلوي . په بلجيم کې د ناټو له پوځي مرکزه په خبرو کې جنرال جانز وويل که چيرې دوى تر وخت وړاندې د سوله ساتنې چارې په افغانستان کې خپلې کړي نو دا کار به د دۀ په وينا له پوځي نظم سره مرسته وکړي . بل پلو د افغانستان هلمند ته د تلونکو برتانوي سرتيرو قومندان هوډ ښيي چې هغه ولايت به خوندي کوي او د مخدره توکو له قاچاق وړونکو سره به د افغان سرتيرو په مبارزه کې مرسته کوي . بريد جنرال ايډ بټلر له بي بي سي سره په يوې ځانگړې مرکې کې وويل د چا تر نيولو او يا پر چا تر بريد وړاندې به خپلې ټولې پلټنې بشپړوي او که چيرې څوک ونيسي نو افغان چارواکو ته به يې ورسپاري . |