|
افغانستان: د ناتو قومنده برتانيويانو ته وسپارل شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تر اوسه دا د ناتو تر ټولو مهمه دنده ده . د برتانيوي جنرال ډيوډ ريچاردز په قومانداني دغه قوتونه په ټول افغانستان کې د سوله ساتنې مسوليت په غاړه اخلي . اوس ددغو ځواکونو شمير ٩٠٠٠ زره دى چې تر نوومبر ه پورې به ٢١٠٠٠ زرو ته پورته شي . د هيواد په سويل کې لا له وړاند ې د برتانيوي، دنمارکي او کاناډايي سرتيرو ځاى پر ځاى کيدل ، پيل شويدي او په پام کې ده چې د کال تر پايه ، ناتو د افغانستان په ختيځ کې د امريکي د ٨٠٠٠ زرو ځواکونو قومانده هم په لاس واخلي . خو په داسي حال کې چې د امرېکې په زرگونو پوځيان به د القاعدې او طالبانو د ښکار عملياتو دوام ورکړي ، د ناتو ځواکونه به په ټول افغانستان کې د دولتي واک په ټينگولو او د بيارغوني په چارو کې له دولت سره مرسته او همکاري کوي . خو آسانه نه دي چې د دواړو ځواکونو دندې سره جلا شي . په افغانستان کې د ناتو ماموريت په داسې حال کې غزيږي چي د ياغيانو حملې زياتي شويدي چې له کبله يې داسي ښکاري چې دوى به له سختو ننگونو سره مخامخ شي . په همدې حال کې د ناتو جگپوړي چارواکي وايي ، د تلفاتو تمه کيږي خو ټينگار کوي چې اجازه به ورنکړي چې دغه ماموريت له ناکامۍ سره مخامخ شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||