BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:58 گرينويچ 2006 ,03 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو د افغان پوځ روزلو ته ژمنه شوې

ريگا
په ريگا کې د ناټو سرمشريزې د افغان پوځ د روزلو لپاره ټټر وواهۀ
ناټو په لومړي ځل د افغانستان د پوځ او پوليسو د روزنې ژمنه کړې ده . په تيرو پنځو کلونو کې دغه دنده د متحدو ايالاتو او جرمني په غاړه وه .

په ليتويا کې د ناټو په سرمشريزه کې تر گډون وروسته د ملي امنيت لپاره د ولسمشر کرزي سلاکار زلمي رسول په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د افغان امنيتي ارگانونو نه سمبالولو په تيرو کلونو کې د حالاتو له خرابيدو سره مرسته کړې ده .

افغان چارواکو په تيرو څو کلونو کې په پرله پسې توگه ويلي چې د افغانستان د امنيتي ارگانونو روزل او سمبالول به په اوږد مهال کې پر بهرنيو ځواکونو د دغه هيواد تکيه کموي .

د ولسمشر کرزي د ملي امنيت سلاکار د ناټو په وروستۍ سرمشريزه کې تر گډون وروسته اوس وايي چې دغه نړيوال سازمان د افغان پوليسو او سرتيرو د روزنې ټټر وهلى دى . د ښاغلي رسول په وينا دا د افغانستان د ټيکاو لپاره يو مهم گام دى .

په تيرو پنځو کلونو کې متحدو ايالاتو د افغان پوځ او جرمني د افغان پوليسو په روزلو کې مهمه ونډه اخيستې ده .

خو په دغو څو کلونو کې د ډيرو په گومان نه د شمير له پلوه افغانستان د يوۀ پياوړي پوځ او پوليس ځواک څښتن شو او نه يې هم دغه ځواک له خپلو اړتياو سره سم سمبال شو .

د ولسمشر کرزي د ملي امنيت سلا کار په افغانستان کې د امنيت خرابه شوې وضعه هم له همدې امله گڼي . ښاغلى رسول د ناټو نوې ژمنه يو مهم گام بولي :

(( دوى ومنله چې دملي اردو د لاپراختيا او د پوليسو دروزلو او سمبالولو په برخه کې به مرستې کوي . دا مهم گام دى. وړاندې امريکا او جرمني دغه کارونه کول ،چې د ناټو په ورگډېدو به دافغان پوليسو او پوځ روزنه قوي شي )) .

افغان حکومت په تيرو څو کلونو کې د ملي پوځ او پوليسو د ځواکونو بشپړيدو ته د ٢٠٠٩ کال موده ټاکلې وه .

دغه بهير لا تر اوسه پښه نيولى روان دى . د ځينو په گومان ښايي د ناټو په مرسته ښايي چټک شي خو دا لا هم تر وخت وړاندې گڼل کيږي چې افغانستان به په ټاکلې موده کې د هغه پوځ او پوليس ځواک څښتن شي چې نړيوال او افغان چارواکي يې هيله من دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت