BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:18 گرينويچ 2006 ,29 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په لاتويا کې د ناټو غونډه پائ ته ورسيده
په لاتويا کې د ناټو غونډه پائ ته ورسيده
ناټو دبالکان درې هيوادونه بوسنيا هرڅگوينا، مونتينېگرو اوسربيا دناتو غړيتوب ته وربللي دي
په لاتويا کې دناټو غړي هيوادونه دې موافقې ته ورسيدل چې هغه محدوديتونه لرې کړي چې ځينې هيوادونوته په جگړيزو عملياتو کې دبرخه اخيستو اجازه نه ورکوي.

دناتو کوماندانان وايي چې دوى ٢٥٠٠ زياتي عسکر دې ته چمتو کولى شي چې په
چټک ډول وکولى شي هرځاى ته ځانونه ورسوي .

فرانسه اوجرمني دزياتو عسکر دورکولو ژمنه کوي خو دهيواد جنوب ته دتگ لپاره زړه نه ښه کوي. دوى وايي چې دوى به په بيړنيو حالاتو کې مرسته کوي کاناډيايي، برتانوي اوامريکايي پوځيان له طالبانو سره په جگړو بوخت دي.

بل لور ته ناټو دبالکان درې هيوادونه بوسنيا هرڅگوينا، مونتينېگرو اوسربيا دناتو غړيتوب ته وربللي دي .

دبرتانيې لومړي وزير توني بلېردچارشنبې په شپه دناټومشرانوته وويل چې دنړيوال امنيت لپاره ترافغانستان بله مهمه جگړه نشته .

لومړي وزير وويل چې دناټو اعتبار په همدې پوره تړلى دى په عين مهال کې دلوگر په ولايت کې دسه شنبې په ورځ دناټو دوه سرتيري په ځمکني ماين دورختو له امله وژل شوي دي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت