|
پاکستان کې افغان کډوال ٣ کلن سند ترلاسه کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستان او د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR)پاکستان کې د افغان کډوالو د نوم ليکنې په اړه يوه موافقه لاسليک کړې ده چې ترمخه به يې ټولو افغان کډوالو ته شناختي پاسونه ورکړل شي چې موده به يې درې کاله وي. د موافقې ترمخه د نوم ليکنې او شناختي پاس لرلو په بنسټ به افغان کډوال پاکستان کې دننه د سفر کولو هم حق ولري . د نوم ليکنې په اړه د اپريل په ١٩ ( د وري ٣٠ ) اسلام اباد کې د UNHCRپه خپاره شوي يو بيان کې ويل شوي چې پاکستان وايى چې هيواد کې د افغان کډوالو د تير کال د تير کال د سر شميرنې ترمخه اوس هم پاکستان کې شاوخوا درې اشاريه څلور ميلينه افغان کډوال موجود دي. د موافقې ترمخه د نوم ليکنې په عمل کې به کډوال پاکستان ته د راتلو وخت ، افغانستان کې د هغوى پخوانى ځاى ، ژبه ، پاکستان کې د اوسيدو ځاى او افغانستان ته واپس ستنيدو په لار کې د مشکلاتو په اړه معلومات ورکوي. د UNHCRمرستيالې مشرې وينډى چيمبر لين خبري کانفرنس ته وويل چې د نوم لينکې پروسه به پاکستان کې افغان کډوال خوندى کړي . ميرمن چيمبر لين زياته کړه چې خپل هيواد څخه بې کوره شوي خلک بايد چې ګاونډي هيوادونو کې د پناه او خوندي پاتې کيدو ځاى ومومي. پاکستاني وزير وويل چې د پېسو ترلاسه کولو سره سم به يو څو مياشتو کې د نوم ليکنې عمل شروع کړي. UNHCRوايي چې د نوم ليکنې پروسه به پاکستان او | ورسره تړلي نور خبرونه په نړۍ کې د کډوالوشمير کم شوى دى 19 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||