|
په نړۍ کې د کډوالوشمير کم شوى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونو دکډوالو اداره ، UNHCR ، وايي په نړۍ کې د کډوالو شميره دومره کمه شوې ده چې په تيرو ٢٥ کلونو کې سارى نه لري يو ان اچ سي آر په يو نوي راپور کې وايي چې د ا کمښت تر يوه حده له دې امله دى چې د نړۍ په هيوادو لکه افريقا او نورو سيمو کې کورنۍ جگړې پاى ته رسيدلي دي خو د کډوالو د ادارې مشر ، انتونيو گوتيريز (Antonio Guterres ) د دغه وروستي راپور د اعلانولو په ترڅ کې دا هم وويل چې په نړۍ کې د داخلي بې ځايه شوو خلکو شميره ډيره شوې ده او اوس ٢٥ ميليونو ته رسيدلې ده . ښاغلي گوتيريز وويل چې دده له نظره دا د بشري اقداماتو له پلوه د نړيوالې ټولنې ترټولو ستره ناکامي ده . هغه زياته کړه چې په عمومي توگه د پناه وړونکو او غير قانوني اقتصادي مهاجرينو ترمنځ توپير روښانه نه دى چې دا رښتيانيو پناه وړونکو ته زيان رسوي . يوه بله مساله چې په دغه راپور کې ياده شوې داده چې وايي په ډيرو هيواد و کې بهرني مهاجرين د ډيرو کلونو لپاره د يو دايمي حل لارې پرته نامعلوم برخليک سره پاتې دي . زيات شمير افغان کډوال په دغه ډله کې راځي . له ٢٠٠١ کال نه راپه دې خوا څلور ميليونه افغان کډوال خپلو کورونو ته ستانه شوي دي چې دا په اوس مهال کې يو بې سارى مثال دى . ځيني کارپوهان پوښتنه کوي چې افغان کډوالو خو به خپل هېواد ته په ستنېدو کې له بيړې نه کار نه وي اخستي . بي بي سي سره په يوه مرکه کې کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو عالي کميشنر انتونيو گوتيريز نه پوښتنه وشوه چې آيا په نړۍ کې ټول مهاجر خوندي سيمو او چاپيريال ته ستنيږ ي ؟ ښاغلي گوتيريز وويل : (( نه ، زه بايد په دې اعتراف وکړم چې زموږ عمده او لويه انديښنه دا ده چې باېد ډاډ حاصل کړو چې خلک خپلو کورونو اوسيمو ته په خپله خوښه ستنيږي او له حالاتو هم ښه باخبره واوسي )) . ښاغلى گوتيريز وايي په ځينو مواردو کې موږ ليدلي چې امنيتي ستونزي شته خو خلک خطر منې او خپلو هېوادونو ته ستنيږي ، ښه مثال يې افغانستنان دى چې کم او زيات څلور ميليونه کډوال بيرته ورستانه شوي دي . دوى ښه پوهيږي چې هلته څه تيريږي خو ځيني يې خطر مني چې هغه موږ نه شو منلي . د ملگرو ملتو کډوالو اداره وايي چې ځينې ستنېدونکي افغانان هېواد ته په دې هم ستنېږي چې کوربه هېواد د تلو لپاره فشار ورباندې اچوي. بل دا چې په لږ شمېر کې افغانان کړکېچنو وچکالۍ ځپلو او خوارو سيمو ته بېرته گرځي. لا هم په ميليونونه افغانان په پاکستان او ايران کې مېشت دي. د دوى کوربانه هغوى اقتصادي کډوال بولي. د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې دوى د هغه افغان کډوالو شمېر معلوموي چې دغه ډول دوى ته په کوربه هېواد کې د کار موقتي ويزه ورکړل شي.چې په کوربه هېوادونو کې کاروبار وکړاى شي. خو اسلام اباد او تهران په خپلو ټولنو کې د مهاجرينو گډول او پاتې کول نه غواړي ځکه چې د مهاجرينو شميره زياته ده. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||