BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:11 گرينويچ 2006 ,05 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م. م . : تاوتريخوالى پانگه اچونکي ويروي
کابل کې تاوتريخوالى
ټام کونيگز کابل کې په خبرې ناستې کې وويل دغه پاڅون دافغان او بهرنيو پانگوالو په زړونو کې بيره واچوله.
په افغانستان کې دملگرو ملتونو د سرمنشي څانگړي استازي کابل کې د تيرې اونۍ له تاو تريخوالي ډکه مظاهره افغانستان ته ستر اقتصادي گوزار وباله.

ټام کونيگز کابل کې په خبرې ناستې کې وويل دغه پاڅون دافغان او بهرنيو پانگوالو په زړونو کې بيره واچوله.

ښاغلي کونيگز افغان پوليس د پيښې د مخنيوي په برخه کې ناکام و ارزول.

ټام کونيگز هغه شمير بلواگر غله او لوټماران ونومول چې په کابل کې يې د حکومتي او مرستندويه سازمانونو شتمنۍ ولوټلې.

په افغانستان کې دملگرو ملتونو د سرمنشي څانگړي استازي له ترافيکي پيښې را ولاړه شوې بلوا د افغانستان اقتصاد ته زهر ونوموله . ټام کونيگز کابل کې په خبرې ناستې کې وويل ډيرې هځې شوي چې پانگوال په افغانستان کې دننه پانگونې او مرستندويه هيوادونه مرستې کولو ته وهځول شي خو دغو بلواگانو دافغان او بهرنيو پانگوالو په زړونو کې بيره واچوله او د مرستندويه هيوادونو د مرستو دوام يې تر پوښتنې راوست.

هغه وويل:
(( دغه بلوا د کابل د اقتصادې ودې لپاره زهر دي، ځکه نه يوازې کورني بلکې بهرني پانگوال هم بيروي. او د بهرنيو کارکونکو په وړاندې د کرکې څرگندول مرستندويه هيوادونو ته دا پوښتنه را پيدا کوي چې آيا د افغانانو د منلو وړ دي که نه. ))

ښاغلي کونيگز افغان پوليس د پيښې د مخنيوي په برخه کې ناکام و ارزول. ده وويل ښو او روزل شوو پوليسو ته اړتيا شته چې وکړى شي دداسې پيښو مخنيوي وکړى شي. ښاغلي کونيگز زياته کړه ده له افغان چارواکو سره هم د پوليسو د روزلو او اصلاح په اړه خبرې کړي.

په افغانستان کې دملگرو ملتونو د سرمنشي څانگړي استازي هغه شمير مظاهره کونکي غله او لوټمار ونومول چې په کابل کې يې د حکومتي او مرستندويه سازمانونو شتمنۍ ولوټلې. ده وويل دغو بلوا گرو په هيڅ ډول د قربانيانو استازيتوب نه کوه او دده په وينا کولى شو په زغرده يې لوټماران او غله ونوموو.

هغه زياته کړه :
(( هغو کسانو چې دوکانونو د ملي او نړيوالو سازمانونو دفترونو او سوداگرۍ ولوټلې،
په هيڅ ډول نه د پيښې د قربانيانو او نه هم له اقتصادي پلوه د کمزورو افغانانو استازيتوب کولى شي. سر بيره پر دې چې افغان دولت او نړيواله ټولنه د قانون د واکمنولو هځې کوي ، دغو خلکو د افغانستان اعتبار ته تاوان واوړه، دوى له قانون سره په ټکر کي دي، نو زه په زغرده بيا وايم چې ددغو کسانو عمل جنايت و او په هيڅ ډول نشي کولي ټرافيکي پيښې ته د يوه ځواب وبلل شي. ))

تيره اونۍ بلوا کونکو نه يوازې ودانيو، بلکې په انسانانو په تيره بيا بهرنيو هم يرغل ور وړ.
سر بيره پر دې چې ښاغلي کوينگز داسې حالات ويرونکې وبلله، بيا يې هم ټينگار وکړ چې دغه ډول ويجاړونکې کړنې به له افغانستان سره د ملگرو ملتونو په ژمنو کې بدلون رانولي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت