|
ملگري ملتونه : په نښتو کې ملکي وگړو ته پام وکړئ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې ملگرو ملتونو په روانو جگړو کې له ښکيلو غاړو وغوښتل چې دملکي خلکو ژوند ته دې پام وکړي. خو په روانو جگړو کې يې د عامو وگړو د وژل کېدو نه بې خبري وښده. داخبره په کابل کې د يوناما ددفتر وياند ادرين ادوارد په هغه خبري کنفرانس کې وکړه چې ويل يې امنيتي وضعه به په راتلونکي اوړي کې لاپيسې خرابه شي. ده وويل داسې هيڅ پلان نلري چې ملگري ملتونه دې دامنيت دخرابېدو له کبله دافغانستان په جنوب کې خپل دفترونه وتړي . په افغانستان کې دملگرو ملتونو لخوا داغوښتنه په داسې وخت کې کېږي چې د کندهار په ولايت کې هغو خلکو چې پر کورونو يې د نړيوالو ځواکونو لخوا بمبارد شوى وايي چې طالبان په زور ددوى کورونو ته ورځي .او وايي که يې پرې نژدي وبه يې وژني . په کابل کې د ملگرو ملتونو د يوناما د دفتر وياند ادرين ادوارد د افغانستان په جنوب کې د جگړې له ښکيلو غاړو وغوښتل چې د خپلو بريدونو پر وخت دې د ملکي وگړو ژوند ته پام وکړي . ښاغلي ادوارد په خپل اونېز کنفرانس کې داسې وېره وښوه چې په راتلونکو څو مېاشتو کې به په افغانستان کې بريدونه زيات شي . ده وويل دروانو حالاتو له مخې د بريدونود زياتېدو اټکل کوي . او د بريدونو دزياتيدو بل لامل يې داوښو چې په روان کال کې هم يا غيان او هم افغان دولت او نړېوال ملگري يې غواړي چې د ځانگړو بريدونو له لارې خپلو خپلو موخو ته ورسيږي . ښاغلي ادوارد هغه اوازې هم رد کړې چې گواکي ملگري ملتونه په پام کې لري چې په سويلي سيمو کې د امنيتي ستونزو له کبله خپل دفترونه تړي . بلکې دامنيت دلاپسې خرابيد په حالت کې يې له يوي سېمې نه بلې ته د خپلو د فترونو د کارکونکو د ليږلو خبره وکړه . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||