BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:30 گرينويچ 2006 ,19 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م م د روغتيا له افغان وزارت سره مرسته کوي

ملگري ملتونه
د يونسف د ادارې د يوې سروې له مخې اوس مهال په افغانستان کې هر کال ٥٠ زره ماشومان د نس ناستي ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ملگري ملتونه او افغان دولت د داسې يوې ناروغۍ د مخنيوى لپاره کمپاين پيلوي چې هر کال په سلوگونو زره افغان ماشومان وژني.

په راتلونکي اونۍ کې به د يونسف د ادارې په مرسته د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له لوري په ټول افغانستان کې د نس ناستي د ناروغۍ د مخنيوي لپاره روغتيايي کمپاين پيل شي.

د دغه کمپاين موخه په کورنيو کې پاکي او روغتيا ساتنه ښودل شوې ده.

د يونسف د ادارې د يوې سروې له مخې اوس مهال په افغانستان کې هر کال ٥٠ زره ماشومان د نس ناستي ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه کمپاين د شنبې له ورځې نه په پلازمينې کابل کې پيليږي چې وروسته به د افغانستان يو شمير لويو ښارونو ته هم وغځول شي.

د کمپاين اصلي پيغامونه د نس ناستي د مخنيوي په موخه تر پخلي وړاندې د لاسونو مينځل ، ماشوم ته د مور شيدې ورکول ، د نس ناستي پرمهال د ډيرو مايعاتو څښل او يو شمير نورې لارې چارې ښيي.

په افغانستان کې د مگرو ملتونو د دفتر يوه وياند حليم صديق په يوې خبري غونډې کې وويل د يونسف د ادارې شميرې ښيې چې هر کال په افغانستان کې ٥٠ زره ماشومان د نس ناستي د ناروغيو له امله خپل ژوند له لاس ورکوي.

(( د يونسف د ادارې شميره ښيې چې هر کال ٥٠ زره هغه ماشومان چې له پنځو کلونو څخه يې عمر ښکته دى د نس ناستې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کمپاين لومړى پروگرام په کابل کې د ٨٥٠ زره کسانو لپاره دى.

د کمپاين هر برخه په هرې سيمې کې ٢٠ ورځې وخت لري. او په سلگونو روغتيايي کارکونکي به ورسره وي. او همدارنگه به د ځينو ښونکواو مذهبي مشرانو له لوري به روغتيايي پيامونه خلکو ته ورسول شي.))

د ملگرو ملتونو دغه وياند زياته کړه د دغه کمپاين په ترڅ کې به د افغانستان په يو شمير لويو ښارونو کې دوه ميليونه کسان له روغتيايي معلوماتو څخه برخمن شي.

په افغانستان کې د اوړي د موسم له رسيدو سره سم د نس ناستي ناروغۍ مخ په زياتيدو دى چې لامل يې د چارواکو په وينا د هوا گرميدل ،د ناپاکو اوبو څښل او په سيمه کې د ډير خلکو اوسيدل گڼل کيږي.

چارواکي وايي دغه کمپاين به په لومړيو کې په کابل کې پيل شي خو وروسته به ننگرهار،بلخ او غزني ولايتونو ته هم وغځول شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت