BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:00 گرينويچ 2007 ,10 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان: پر کرښه مو د اغزن تار يو پړاو بشپړ کړ
پوله
د اغزنو تارونو پر دېوال باندې افغان حکومت له هغه پيله خوښ نه و خو پاکستان وايي د اورپکو د اوښتو مخه پرې نيسي
پاکستان وايي دوى د ډيورنډ پر کرښې د اغزن تار غځولو لومړنى پړاو په برياليتوب بشپړ کړى دى .

د پاکستاني پوځ وياند تورن جنرال وحيد ارشد خبر ياژانسونو ته ويلي دي چې د شمالي وزيرستان په لواړه منډۍ سيمه کې يې ٢٠ کيلومتره سيمه کې د اغزنو تارونو دېوال درولى دى .

د دۀ له خولې ويل شوي دي چې دغه سيمه تر ټولو گرانه وه .

د تورن جنرال وحيد ارشد په وينا له همدې سيمې د رپورټونو تر مخه ډير اورپکې افغانستان ته اوښتل .

د پاکستاني پوځ وياند زياته کړه چې د برمل او شينکۍ ترمنځ سيمه کې د اغزنو تارونو د شاوخوا ١٥ کيلومترو دېوال به هم ډير ژر بشپړ شي . دغلته تيره مياشت د افغانستان او پاکستان د پوځونو ترمنځ د دېوال پر درولو نښته هم شوې وه .

پاکستان وايي د اغزنو تارونو دغه دېوال به افغانستان ته له پاکستان څخه د اورپکو د ور اوښتو مخنيوى وکړي .

د اورپکو د اوښتو پر مسالې افغان حکومت او ناټو څو ځلي شکايتونه کړي دي .

کابل ډاډه نه دى چې د دېوال پر درولو به دغه ستونزه ختمه شي .

افغان چارواکو څو ځلي ويلي دي چې د دېوال درول به د دوى په وينا د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه وويشي خو د اورپکو د اوښتو مخه به ډب نه کړي

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت