|
عطا نور : د ډيورنډ کرښې ( ډرامه ) ختمه کړئ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
عطا محمد نور د افغانستان د شمالي ولايتونو راټولو شويو شاوخوا ٢٠٠٠ کسانو ته د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې وينا کوله . په دغو کسانو کې واليان ، د ولايتي جرگو غړي او فرهنگي شخصيتونه راټول شوي و . دوى ټولو د سيمې د امن او سوکالۍ لپاره د کيدونکې جرگې په باب د پوهاوي په غونډه کې برخه اخيستې وه . د دغې جرگې د ترسره کيدو نېټه لا څرگنده نه ده خو تير کال په واشنگټن کې ولسمشر کرزي د ښاغليو بوش او مشرف سره په ناسته کې ياده کړې وه چې ټولو غاړو منلې وه . د شمال د پخوانۍ ټلوالې مشهور قومندان او د بلخ اوسني والي عطا محمد نور ويل : (( موږ بايد د ډيورنډ معما او ډرامې ته د پاى ټکى کيږدو . د همدې له لاسه هره ورځ زموږ بچي قرباني کيږي د دې مسالې په حل به افغانستان او پاکستان وکولى شي چې د گاونډيو په توگه سوله ييز ژوند سره وکړي . )) ښاغلي نور زياته کړه افغانان بايد د دۀ په وينا عاقلانه فکر وکړي چې د ډيورنډ له پولې ها پلو له پاکستان څخه د خاورې ترلاسه کول عملي نه دي . د بلخ د والي او د پخوانۍ شمالي ټلوالې د مشهور قومندان عطا محمد نور دغه څرگندونې د افغان مشرتابۀ له هغه دريځ سره توپير لري چې وايي د ډيورنډ د کرښې په باب هر ډول پريکړه د چارواکو ، ولسمشرانو او کابينې څخه پورته ده او يوازې د دغې کرښې دواړو غاړو ته پراتۀ خلک دا حق لري چې په باب يې پريکړه وکړي . د ډيورنډ د کرښې تړون په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د هغۀ وخت د برتانوي هند او د افغانستان د امير عبدالرحمن خان ترمنځ لاسليک شو چې د افغانستان د خاورې يوه برخه يې له هند سره يو ځاى کړه . په ١٩٤٩م کال کې د افغانستان لويې جرگې دغه تړون اود برتانوي استعمار د وخت ټول تړونونه رد او لغو کړل . له هغې راهيسې ټولو افغانو واکمنو د ډيورند کرښه رد کړيده خو په ١٩٤٧ ميلادي کال کې د هند له وېش او د پاکستان له جوړيدو سره دغه خاوره له پاکستان سره پاتې شوه . | ورسره تړلي نور خبرونه ډيورنډ د کرښې پر لانجې ځانگړې پروگرامونه23 جنوري, 2007 | خبرونه امريکا د ډيورند پر کرښه د ماينونو په اړه له پاکستان سره غږيږي11 جنوري, 2007 | خبرونه افغانستان د پاکستان وړانديز رد کړ 04 جنوري, 2007 | خبرونه کرزى: په پوله دېوال وروڼه سره جلا کوي 28 دسمبر, 2006 | خبرونه رحمان :دډيورنډ د پولې په اړه يوه نوي تړون ته اړتيا ده22 سپتمبر, 2005 | خبرونه کرزى: پر پولوکټارې نه منو20 سپتمبر, 2005 | خبرونه دافغانستان او پاکستان په پوله باندې د کټارې غوښتنه 13 سپتمبر, 2005 | خبرونه د پولې په اوږدو کې کړکېچ به دايتلافى ځواکونو پوځيان هوارکړى05 جنوري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||