BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:36 گرينويچ 2007 ,05 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په پاکستان کې پوليس له لاريون کوونکو سره نښتي
په لاهور کې د مظاهره کوونکو او پوليسو تر منځ نښته
لاريون کوونکي وايي پوليسو سمدستي وروسته له هغه د دوى پر نيولو او وهلو پيل وکړ چې د مشرف پر ضد يې شعارونه پورته کړل
د پاکستان په څو ښارونو کې پوليسو د حقوقپوهانو لخوا د لاريونونو د ماتولو لپاره له کوتکونو او اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخيستى دى.

حقوقپوهان چې د اعلان شوي بېړني حالت پر وړاندې لاريونونه کوي وايي گڼ شمېر ملگري يې وروسته له هغه نيول شوي چې پوليسو د مظاهرو د ماتولو لپاره مداخله وکړه.

بلخوا، د اسلامپالې ډلې جماعت اسلامي غړي هم د حکومت مخالفو مشرانو او فعالينو د نيونو په لړ کې نيول شوي دي. دغه گوند وايي په سلگونو غړي يې تېره شپه د پوليسو لخوا نيول شوي دي.

ولسمشر جنرال پروېز مشرف د شنبې په ورځ بېړنى حالت اعلان کړ چې وايي غواړي اورپکۍ وځپي.

خو نيوکه کوونکي باور لري مشرف د هغې پرېکړې د اعلان د مخې نيولو لپاره بېړنى حالت اعلان کړ چې تمه وه ستره محکمه يې د تېرې مياشتې د ټاکنو په اړه وکړي. محکمې د اکتوبر په ټاکنو د ښاغلي مشرف پر کانديدۍ پرېکړه کوله چې ايا دى د بيا ولسمشر کېدو جوگه دى او که نه.

کوتک وهنې او نيونې
نښته
په لاهور کې شاوخوا ٢٠٠٠ کسان سره ټول شول چې مظاهره وکړي، د پوليسو له مداخلې وروسته د يو شمېر لاريون کوونکو د ټپي کېدو راپور ورکړ شو.

د يوې محکمې يوۀ حقوقپوه شيخ فيصل وويل: '' پوليسو تر ١٢ زيات د اوښکي بهوونکي گاز مرمۍ پر لاريون کوونکو ور خوشي کړې او هغوى يې په کوتکونو ووهل.''

په کراچۍ کې پوليسو هغه لاره وتړله چې د ولايتي قضايي ادارې مشر صبيح الدين احمد کور ته تله چې هلته قاضيانو او حقوقپوهانو ټاکلې وه چې د لاريون لپاره سره غونډ شي.
کله چې لاريون کوونکي د سيمه ييزې محکمې مخې ته سره ټول شول او د مشرف پر ضد يې شعارونه ورکړل پوليسو په کوتکونو د هغوى پر وهلو او په گاډو کې يې پر اچولو پيل وکړ. همدلته د ٤٣ تر ١٠٠ پورې د حقوقپوهانو د نيول کېدلو خبره کېږي.

په ټول هېواد کې لږ تر لږه ٢٠٠ حقوقپوهان نيول شوي او د حقوقپوهانو ټولنو د دريو پرلپسې ورځو لپاره د مظاهرو لپاره غږ کړى او دندو ته له تللو يې پرېکون اعلان کړى.

د جماعت اسلامي د سلگونو کسانو د نيولو خبره د اطلاعاتو وزير طارق عظيم له مبالغې وبلله.

چاره
 که خلک غواړي چې قانون په خپل لاس کې واخلي، ښکاره خبره ده چې د دوى چاره بايد وشي.
د اطلاعاتو وزير طارق عظيم

دۀ بي بي سي ته وويل چې دا په لاريون کوونکو پورې اړه لري چې ارام کېني او که د خپلو خوځښتونو له پايلو سره مخامخېدل غواړي. دۀ وويل: '' که خلک غواړي چې قانون په خپل لاس کې واخلي، ښکاره خبره ده چې د دوى بايد چاره وشي.''

اوازې

خبريالان وايي خصوصي تلوېزيونونه په ټول هېواد کې بند شوي، خو ورځپاڼې داسې ښکاري چې د حکومت د محدوديتونو لارښوونې ته پام نه کوي.

په داسې حال کې چې خبري رسنۍ چوپې دي، يو ځلې داسې اوازې خپرې شوې چې ولسمشر مشرف خپله هم د خپلو کسانو لخوا په کور کې تر څارنې لاندې دى، خو وروسته حکومت دا خبره په ټينگه رد کړه.

ولسمشر مشرف وايي بېړنى حالت يې ځکه اعلان کړ چې هېواد يې د وېجاړې پر لور له تللو را وگرځوي ځکه چې د دۀ په خبره له يوې خوا اورپکو او له بل لورې قضايي قوې حکومت په سخت کړکېچ کې را ايسار کړى و.

د ولسمشر سياسي سياله بېنظير بوټو چې د واک شريکولو په اړه يې په وروستيو کې له مشرف سره خبرې کړې وې ويلي چې د بېړني حالت د لگولو موخه د سترې محکمې د هغې پرېکړې مخنيوى و چې ټاکل شوې وه د تېرې مياشتې د ټاکنو په اړه ژر اعلان شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت