BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:57 گرينويچ 2007 ,04 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په پاکستان کې پوليس له لاريون کوونکو سره ونښتل

په اسلام اباد کې پوليس
د اسلام اباد په لارو کوڅو کې پوليس ځاى پر ځاى شوي دي چې د گډوډيو مخه ونيسي
په پاکستان کې د ولسمشر جنرال پروېز مشرف د بېړنى حالت له اعلان وروسته، گڼ شمېر د حکومت مخالف مشران او فعالين نيول شوي دي.

د نواز شريف د مسلم ليگ گوند سرپرست مشر، جگپوړي حقوقپوهان او څارنوالان نيول شوي دي او قاضي القضات له دندې گوښه شوى دى.

د کابينې يوۀ وزير وويل د راتلونکي جنوري مياشتې پارلماني ټاکنې ښايي وځنډول شي. ولسمشر مشرف د خپلې پرېکړې ننگه کړې چې بېړنى حالت يې اعلان کړ او ويلي يې دي چې دى به پرېنږدي چې هېواد يې ځان ووژني.

دۀ وويل پاکستان په داسې يوۀ کړکېچ کې راگير دى چې د اورپکو بريدونو او قضايي سيستم يې حکومت له پښو غورځولى و.

بېړنى حالت په داسې مهال اعلان شو چې تمه وه ستره محکمه به د تېرې مياشتې په ټاکنو کې د ولسمشر مشرف د برخليک په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې ايا دى د کانديدلو جوگه و او که نه.

د قاضي القضات افتخار چودري لخوا د ولسمشر مشرف د بېړني حالت د اعلانونو پرېکړې ردول د دۀ پر گوښه کېدو تمام شول. داسې وېرې په زياتېدو وې چې ښايي ستره محکمه د تېرې مياشتې په ټاکنو کې د مشرف د کانديدۍ پر ضد پرېکړه اعلان کړي.

په اسلام اباد کې د پارلمان او ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا په ټولو پوستو کې پوليس او نيمه پوځي ځواکونه ځاى پر ځاى شوي دي.

مشرف
ښاغلي مشرف خپلو خلکو ته پر تلوېزيون وويل په هېواد کې وروستيو حالاتو ډېرو سختو پرېکړو ته اړ کړى

وروسته له لږ ارامۍ د پارلمان شاوخوا په لسگونو کسان د لاريون لپاره سره غونډ شول، خو پوليسو ورودانگل او خلک يې سره وشيندل. گڼ خلک پوليسو په خپلو گاډو کې ورسره يووړل.

ښايي نور لاريونونه هم وشي، خو داسې ښکاري چې پوليس دي چې د اعتراض کوونکو په وړاندې له زوره هم کار واخلي.

په ټول پاکستان کې پر رسنيو سخت بنديز لگېدلى. ټول خصوصي تلوېزيوني چينلونه او راډيوگانوې بندې شوې دي او آن نړيوال تلوېزيونونه لکه بي بي سي هم بند دي.

خپلواکې ورځپاڼې که څه هم چاپېږي، خو د ولسمشر مشرف يو فرمان د دوى د راپور ورکولو ساحه خورا محدوده کړې ده.

ځايي ورځپاڼو او مخالفې مشرې بېنظير بوټو پر مشرف تور لگولى چې گواکې غواړي بې له دې چې رسمي اعلان وکړي مارشالا يې راوستې. خو لوى څارنوال ويلي چې لومړى وزير او پارلمان به پرځاى وي او ملکي حکومت به خپله دنده پر مخ بيايي.

د مسلم ليگ گوند سرپرست مشر جاوېد هاشمي مخکې له دې چې ونيول شي ويلي و چې مشرف به د ازاديو د محدودولو بيه ورکړي او دا چې د دۀ شپې پر شمار پاتې دي.

اغلې بوټو چې په وروستيو کې تازه له جلاوطنۍ راستنه شوې له يوۀ بهرني سفره په بېړه کراچۍ ته راوگرځېده.

ولسمشر مشرف تېره شپه پر تلوېزيون راڅرگند شو چې خلکو ته ووايي د پاکستان اوسنيو حالاتو دى اړ ايستى چې ځينې ډېرې سختې پرېکړې وکړي.

پاکستان په وروستيو مياشتو کې په سختو سياسي او امنيتي شرايطو کې ښکېل شوى.له يوې خوا حکومتي ځواکونه د طالب پلوه اورپکو تر گوزارونو لاندې دي او له بل پلوه سياسي مخالفينو او قضا د ولسمشر مشرف سياسي پايښت ته سرخوږي راولاړي کړي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت