BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:23 گرينويچ 2007 ,03 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په پاکستان کې بېړنى حالت اعلان شو

پاکستانى ولسمشر مشرف
داسې وېره ده چې ستره محکمه ښايي اعلان وکړ ي چې جنرال مشرف د تېرې مياشتې په ټاکنو کې د کانديدۍ حق نه درلود
په پاکستان کې دولتي تلوېزيون ويلي چې ولسمشر جنرال پروېز مشرف بېړنى حالت اعلان کړى دى.

د خصوصي تلوېزيونونو خپرونې له دغۀ اعلانه لږ مخکې بندې شوې دي.

راپورونه وايي ستره محکمه چې قاضيان هم پکې دننه دي د پوليسو لخوا محاصره شوې ده.
جنرال مشرف د سترې محکمې هغې پرېکړې ته سترگې پرلاره دى چې ايا تېره مياشت دى د دې وړ و چې ټاکنو ته ودرېږي که يا. ستره محکمه پر دې غور کوي چې د پوځ د مشرۍ له ساتلو سره سره په قانوني توگه مشرف د دې جوگه و چې د ولسمشرۍ د ټاکنو کانديد واوسي. دى لا له مخکې د تېرې مياشتې د ټولټاکنو مشروط گټونکى نومول شوى، خو د محکې دغه پرېکړه به لا هم برخليک ټاکونکي وي.

عيني شاهدانو وويل چې د دولتي راډيو او تلوېزيون د ننه هم نيمه پوځي ځواکونه ځاى پر ځاى شوي دي.

 دا وېره په زياتېدو ده چې ښايي د سترې محکمې پرېکړه د جنرال مشرف د ولسمشر کېدلو په ضد راووځي

راپورونه وايي گرځنده او مزي لرونکي ټيليفونونه په اسلام اباد کې له کاره لوېدلي دي.

پاکستان په تېر جولاى مياشت کې د اسلام اباد د سرۀ جومات له محاصرې وروسته د خونړيو پېښو شاهد دى. طالب پلوه اورپکي په وروستيو کې پاکستان ته د يوۀ غټ سرخوږي په توگه راڅرگند شوي چې په سلگونو پوځيان يې وژلي او تښتولي.

دا وېره په زياتېدو ده چې ښايي د سترې محکمې پرېکړه د جنرال مشرف د ولسمشر کېدلو په ضد راووځي.

خصوصي تلوېزيوني چينلونه د بېړني حالت له اعلانېدو لږ مخکې بند شول. جيو تلوېزيون او ډان ورځپاڼې لا له مخکې نن د سرچينو له خولې ويلي و چې ښاغلي مشرف د بېړني حالت تابيا کړې ده.

تمه ده چې کابينه به ډېر ژر يوه ځانگړې غونډه وکړي.

ځينې راپورونه وايي په بېړني حالت کې ښايي اساسي قانون هم وځنډول شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نواز شريف يې 'سعودې ته ولېږۀ'
10 سپتمبر, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت