BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:51 گرينويچ 2007 ,30 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولسمشر مشرف دفتر ته څېرمه ځانمرگى بريد شوى
د بريد سيمه
يوۀ حکومتي چارواکي وويل يو سړى پياده پوستې ته ورنژدې شو او په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي يې وچوول
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په راولپنډۍ ښار کې د پوځ مرکز ته په يوۀ ځانمرگي بريد کې شپږ کسان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي چاودنه له هغې ودانۍ څخه چې د پوځ مرکز او د ولسمشر پروېز مشرف دفتر پکې دى دوه کيلومتره ليرې شوې ده.

راپورونه وايي ولسمشر مشرف د بريد پر مهال په خپل دفتر کې و، خو زيان نه دى ور اوښتى.

بريد د پوليسو په يوه پوسته کې شوى. يوۀ حکومتي چارواکي وويل يو سړى پياده پوستې ته ورنژدې شو او په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي يې وچوول.

وژل شوي کسان پوليس او يو بايسکل چلوونکى ښوول شوي دي.

د ولسمشر د دفتر وياند رشيد قريشي وويل ښاغلى مشرف د پوځ په مرکز کې په خپل کور کې روغ رمټ دى او چاودنې زيان نه دى ورته اړولى.

دغه چاودنه د تاوتريخوالي د هغې لړۍ برخه ده چې په وروستيو کې پيل شوې ده. د تېرې مياشتې په لومړيو کې دوو ځانمرگو بريد کوونکو د استخباراتي مامورينو پر موټر باندې په بريد کې ٢٥ کسان په راولپنډۍ کې ووژل. همدارنگه، نژدې دوه اوونۍ وړاندې په کراچۍ کې د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو پر کاروان باندې په ورته بريد کې تر ١٣٩ کسان ووژل شول.

د تاوتريخوالي دا څپه وروسته له هغه پيل شوه چې په تېر جولاى کې په سلگونو پوځيانو په اسلام اباد کې پر سرۀ جومات يرغل وکړ او له خونړۍ جگړې وروسته يې هغه له اورپکو ملايانو څخه ونيو.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت