BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:41 گرينويچ 2007 ,23 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
محکمې د ولسمشر نظر د شريف په برخه کې ونه مانۀ
شريف
نواز شريف په تيرو څو کلونو کې له هيواده دباندې ژوند کاوۀ خو اوس به د ستنيدو هيله ومومي
د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ ( د وږي ١ د اگست ٢٣ ) پريکړه وکړه چې پخوانى لومړى وزير نواز شريف نه يوازې بيرته هيواد ته ستنيدلى شي بلکې په پارلماني ټاکنو کې هم برخه اخيستلى شي .

په اسلام اباد کې د سترې محکمې اوو قاضيانو چې مشري يې قاضي القضات افتخار محمد چودهري کوله په يوه خولۀ پريکړه وکړه چې په محکمې کې دننه او دباندې د نواز شريف ملاتړو پرې خوښي وکړه .

د حکومت پلوو وکيلانو دريځ دا و چې نواز شريف له هيواده د وتلو پر وخت له چارواکو سره ژبه کړې وه چې تر ١٠ کلونو به نه راستنيږي .

دوى په دې برخه کې اسناد هم محکمې ته ښکاره کړل . خو نواز شريف په دې وروستيو کې د يوې مرکې په ترڅ کې دا خبره رد کړه چې گواکې دۀ له پاکستاني چارواکو سره ژمنه کړې وه خو ويې منل چې له سعودي عربستان سره يې په دې برخه کې خبرې کړې وې .

نواز شريف له پاکستانه د سعودي عربستان په لور شړل شوى و چې وروسته بيا برتانيا ته راغى او تر اوسه په برتانيا کې اوسيدۀ .

نواز شريف او د دۀ کورنۍ په ٢٠٠٠ ميلادي کال کې له هيواده وشړل شو . په ١٩٩٩ کال کې دى لومړى وزير و خو د هغه وخت لوى درستيز جنرال پرويز مشرف په يوه سپينه کودتا کې ترې واک ونيوۀ او دى يې تر يوۀ کاله بندي کړ .

د سترې محکمې د پنجشنبې د ورځې پريکړه د ډيرو په گومان ولسمشر مشرف ته يو گوزار دى او د افتخار محمد چودهري په مشرۍ کې سترې محکمې ته يو بل برى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت