BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:27 گرينويچ 2007 ,10 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نواز شريف يې 'سعودې ته ولېږۀ'
نواز شريف د اسلام اباد په هواي ډگر کې
نواز شريف د سترې محکمې د پريکړې وروسته خپل هېواد ته راستون شو.
چارواکي وايي د پاکستان پخوانى لومړى وزير نواز شريف اسلام آباد د رارسيدو وروسته ونيول شو او په يو ساعت کې دننه سعودي عرب ته بيا واستول شو.

نواز شريف ويلي چې دى به هوډمن دى چې د ولسمشر مشرف په مقابل کې به راتلونکو ټاکنو کې درېږي.

دى وروسته له هغه هېواد ته راستنېږې چې تېره مياشت سترې محکمې دۀ ته حق ورکړ چې خپل پلرني هېواد ته راشي.

ښاغلى شريف چې په ١٩٩٩ کال کې د ولسمشر جنرال پروېز مشرف له لورې له واکه وايستل شو او کاله يې په جلاوطنۍ کې تېر کړل. دى له خپل وروستي مېشتځاى، لندن، څخه نن (دوشنبه) سهار اسلام اباد ته والوت.

دى له هوايي ډگر څخه په يوه چورلکه کې ناڅرگند ځاى ته يووړل شو و. پر دۀ باندې د پيسو د ناسمې کارونې تور دى.

هوايي ډگر ته پر لارو او سړکونو گڼ شمېر خنډونه اېښودل شوي چې د ښاغلي شريف د ملاتړو د رسېدو مخنيوى وکړي.

چمتو
 زه خورا ښه احساس کوم او له هر ډول حالت سره د مخامخېدو لپاره چمتو يم.
نواز شريف په اسلام اباد کې

هوايي ډگر ته له رسېدو وروسته، ښاغلي شريف وويل: ''زه خورا ښه احساس کوم او له هر ډول حالت سره د مخامخېدو لپاره چمتو يم.''

نيمه پوځي ځواکونو الوتکه محاصره کړې و او چا ته يي د ښکته کيدو اجازه نه ورکوله خو د کډوالۍ چارو مامورين الوتکي ته ورختلي وو.

تېره ورځ د ښاغلي شريف مسلم ليگ گوند وويل چې تر ٢٠٠٠ زيات ملاتړي يې د چارواکو لخوا نيول شوي او په سلگونو نور تېره شپه د پنډۍ اسلام اباد سيمو کې نيول شوي دي. پوليسو منلې چې په سلگونو لانجه ماران يې نيولي دي.

په پينډۍ کې پوليسو اوښکي بهووونکى غاز شيندلى چې د ښاغلي شريف د ملاتړو غونډه سره وپاشي.

د گوند کابو ټول مشران نيول شوي او په لسگونو نور بيا نن سهار هغه مهال پوليسو ونيول چې د هوايي ډگر پر لورې تلل.

ورسره تړلي نور خبرونه
پرويز مشرف له ننگونو سره مخامخ دى
07 سپتمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت