|
مشرف به د پوځ له مشرۍ 'لاس واخلي' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په پاکستان کې د واکمن گوند چارواکو ويلي چې ولسمشر جنرال پروېز مشرف په پام کې لري چې د راتلونکي نومبر مياشت تر نيمايي پورې د پوځ له مشرۍ څخه لاس پر سر شي. د واکمن مسلم ليگ گوند سرمنشي مشاهد حسين ويلي چې ښاغلى مشرف به د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د پوځ مشرۍ پرېږدي. جنرال مشرف غواړي د دويم ځل لپاره د راتلونکي اکتوبر په مياشت کې د ولسمشر په توگه د پارلمان لخوا وټاکل شي. په اکتوبر کې د پارلمان له لورې د ښاغلي مشرف د ټاکل کېدلو اعتبار پاى ته رسېږي، مخکې له دې چې په راتلونکي جنوري مياشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي. ښاغلي حسين وويل: ''موږ تمه لرو چې جنرال مشرف به په راتلونکي مياشت کې له بيا ټاکل کېدو وروسته ان شاء الله د يوۀ ملکي ولسمشر په توگه خپل کار ته دوام ورکړي. '' په همدې مهال کې د پاکستان ستره محکمه پر دې هم غور کوي چې ايا ښاغلى مشرف د پوځ د مشرۍ له ساتلو سره-سره د دويم ځل لپاره د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره دريداى شي او که نه. د بېنظير بوټو په مشرۍ د هېواد تر ټولو لوى گوند د واک د شريکولو پر جوړجاړې له ولسمشر مشرف سره خبرې کوي او له لومړنيو شرايط څخه د پوځي له مشرتابه څخه د ښاغلي مشرف لاس اخيستل دي. د ولسمشر او د پوځ د مشر په توگه د ښاغلي مشرف د پاتې کېدلو لامله چې د اساسي قانون له مخې د دواړو څوکيو اجازه ورکړل شوې، مخالفتونه هغونه مخ پر زياتېدو دي. ستره محکمه هغه شپږ عريضې اوري چې پکې غوښتل شوي چې جنرال مشرف دې د ولسمشرۍ له کانديدۍ څخه بې صلاحيته کړل شي. | ورسره تړلي نور خبرونه نواز شريف يې 'سعودې ته ولېږۀ'10 سپتمبر, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||