BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:15 گرينويچ 2008 ,01 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د القاعده ډلې يو لوړ پوړى مشر ووژل شو
 ابوالليث اللېبي
ويل کيږي چې لېبيايي نژاد ابوالليث اللېبي له اسامه بن لادن او ايمن الظواهري وروسه د القاعده له مهو مشرانو څخه گڼل کېده.
يوې اسلامي وېبپاڼې په افغانستان او پاکستان کې د القاعده د يو مهم مشر ابوالليث اللېبي د وژل کېدو خبر ورکړى.

امريکايي چارواکو هم د افغانستان او پاکستان لپاره د القاعده د يو مهم مشر د وژلو خبر تاييد کړى دى.

د امريکا څارگرو ادارو له ډېره وخته نوموړى څاره او د هغه په اړه ډېر معلومات پټ ساتل کېدل.

که څه هم په واشنگټن کې چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې خو ويل کيږي چې درې ورځې وړاندې د پاکستان په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې په يو کور باندې تر سره شوي بريد کې ابو الليث په نښه شوى وو.

دغه بريد د بې پيلوټه الوتکې په مټ شوى وو.

په هغه بريد کې نږدې لس تنه وسله وال وژل شوي وو.

په پاکستان کې يوې انگليسي ژبې ورځپاڼې ويلي ددې بريد موخه اللېبي او د القاعده بل د سر سړى عبيده المصري ول.

ستر گوزار
 ابوالليث اللېبي په افغانستان او پاکستان کې د القاعده مهم مشر وو او د هغه وژنه القاعدې ته يو ستر گوزار دى
کارپوهان

پاکستاني چارواکو د تېرې سه شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې له نامعلوم لورې د يو راکټ د لگېدو له امله د ١٢ وسله والو د وژل کېدو پخلى کړى وو.

ويل کيږي چې لېبيايي نژاد ابوالليث اللېبي له اسامه بن لادن او ايمن الظواهري وروسه د القاعده له مهو مشرانو څخه گڼل کېده.

اللېبي د القاعده په څو وېډيوگانو کې څرگند شوى وو. هغه په افغانستان او د پاکستان په قبايلي سيمو کې فعاليت کاوو.

د کارپوهانو په باور په عمومي ډول او د ترهگريزو بريدونو په تر سره کولو کې د اللېبي وژنه د القاعده لپاره يو لوى گوزار دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت