BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:46 گرينويچ 2007 ,25 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هاليوډ: پر القاعدې فلم جوړو

اسامه او ايمن الظواهري
په دې فلم کې به د اسامه بن لادن او ايمن الظواهري ويډيوي عکسونه له يو امريکايي خبريال سره وښودل شي
هغه فلم جوړونکي چې په مصر کې يې د يعقوبيانو د ودانۍ په نامه جنجالي فلم جوړ کړى و اوس يې پتيلي ده چې څلور نوي فلمونه جوړ کړي .

دا فلم جوړونکى او لارښود (ډايريکټر) عادل اديب نوميږي چې د امريکا د فلم جوړولو په صنعت يا هاليوډ کې وتلى نوم لري .
دده ډيرى فلمونه د عربي نړۍ د دود او کولتور انځور وړاندې کوي .

د يعقوبيانو ودانۍ په نامه فلم ته يي لانجې ډير شهرت ورکړ .خو دى وايي چې په دې فلم کې يي هغه څه انځور کړي دي چې د عربانو د تاريخ يوه برخه ده .

په دغو فلمونو کې به يو د اسامه بن لادن په اړه وي .دغه فلم جوړونکى به هڅه وکړي چې د عربې نړۍ هغه مسالې وڅيړي چې دا مهال ډير تودې دي او خلک پرې خبرې کوي.

د راپورونو له مخې د" القاعده" په نامه فلم د فلم جوړونکې ډلې "good news group" له څلورو پروژو څخه يوه ده .

فلم تر ډيره يوه ذهني جگړه ده چې د ختيځ او لويديځ توپيرونه جوتوي .
عادل اديب

په دغه فلم کې د اسامه بن لادن او ايمن الظواهري کړنې او له يوۀ تن امريکايي خبريال سره د هغوى اړيکي د ژونديو انځورونو په مرسته نندارې ته چمتو کيږي.

ددغې ډلې د فلمونو لارښود عادل اديب وويل چې فلم تر ډيره يوه ذهني جگړه ده چې د ختيځ او لويديځ توپيرونه جوتوي .

دا مهال د فلم د کيسې د ليکلو کار روان دي .څلورو تنو خبريالانو او يوه کيسه ليکوال له دوه کلونو راهيسې د فلم د کيسې د برابرولو په اړه څيړنې پيل کړي دي ښاغلي اديب ويلي دي چې د خبريال ددندې لپاره به يو امريکايي لوبغاړى غوره کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت