|
اسامه پر اروپاييانو غږ کړى ((افغانستان پريږدئ )) | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن هغه څرگندونې بې ځايه بلل شوي چې د پنجشنبې په ورځ خپرې شوې . د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په نامۀ خپارۀ شوي کسيټ له اروپايي هيوادونو څخه له امريکا سره د مرستې د ختمولو غوښتنه کړې . دغه کسيټ چې يوازې غږ لري له قطر څخه خپريدونکي تلويزيون ، الجزيرې ، خپور کړى دى . ټلويزيون دغه غږ لږ خپور کړى چې پکې د القاعدې پټ شوى مشر ادعا کوي چې د امريکا د واک زور مخ په کميدو دى . اسامه بن لادن وايي دا د اروپايي ولس په گټه ده چې پر خپلو سياستوالو فشار واچوي چې ځانونه د دۀ په وينا له سپينې ماڼۍ څخه ليرې کړي . القاعده مشر نړيوال ځواکونه په افغانستان کې د ملکي کسانو پر وژنې هم تورن کړي دي . د دغو خبرو نورې برخې چې په اينټرنيټ کې خپرې شوي زياتوي چې د امريکا په مشرۍ پر افغانستان بريد ځکه سم نه و چې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ نېټې بريد يوازې دۀ کړى دى . شننونکي وايي داسې ښکاري چې دغه غږ دې په رښتيا هم د اسامه بن لادن وي . گومان دا دى چې د دې کسيټ په خپرولو اسامه بن لادن يو وار بيا هڅه کړې ده چې اروپاييان له امريکاييانو سره جلا کړي . د ولسمشر کرزي له خوا په غبرگون کې ويل شوي چې اسامه بن لادن په افغانستان کې د دوى په وينا د گڼو بې وزلو کسانو په وژنه تورن دى او دا حق نه لري چې د افغانانو په باب دا ډول خبرې وکړي . ولسمشر کرزى زياتوي چې اسامه بن لادن اسلامي نړۍ ته بد نوم ورکړى او دا حق نه لري چې د افغانستان په اړه څرگندونې وکړي . اسامه بن لادن له ٢٠٠١ کال څخه راهيسته پټ دى او دا لا معلومه نه ده چې په افغانستان که په پاکستان کې دېره دى . په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو پر رژيم د متحدو ايالاتو په مشرۍ نړيوال ايتلاف بريد وکړ او ډيرو دا گومان کاوۀ چې ښايي اسامه د ننگرهار ولايت په توره بوړه سيمه کې د نړيوالو له بريد سره مخامخ شوى وي . د تورې بوړې له نيولو وروسته د اسامه بن لادن درک معلوم نه شو او داسې گنگوسې شوې چې گواکې د القاعدې مشر د ډيورنډ له کرښې پورې غاړې اوښتى او په پاکستان کې پټ شوى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه اسامه امريکايان اسلام ته راوبلل08 سپتمبر, 2007 | خبرونه برتانوۍ ميرمن د اسامه بن لادن انږور شوه11 جولاى, 2007 | خبرونه هاليوډ: پر القاعدې فلم جوړو25 مۍ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||