|
برتانوۍ ميرمن د اسامه بن لادن انږور شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوې ٥١ کلنې برتانوۍ ميرمنې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن له څلورم زوى سره د خپل وادۀ يادونه کړې ده . جېني فليکس براون چې په د انگلستان د شمال چيشير اوسيدونکې ده د اسامه بن لادن د زوى عمر بن لادن ميرمن ده . د برتانوي ورځپاڼو تر مخه ميرمن براون له عمر بن لادن سره په مصر کې هغه مهال په لومړي ځل وليدل چې د احرامونو د نندارې پر وخت يې د اس سپرلۍ کوله . د برتانيا په يوې تر ټولو ډيرې چاپېدونکې ورځپاڼې ( سن ) کې د دې خبر سرټکى په دې ډول و (( د چيشير ميرمنې له بن لادن سره وادۀ وکړ . )) ورځپاڼه وايي جېن فيليکس براون د کباړي توکو له سوداگر سره د روان ميلادي کال د اپريل په مياشت کې وادۀ کړى دى چې د اسامه بن لادن زوى دى . دى تر خپلې نوې ميرمنې ٢٥ کاله کشر دى . د اسامه زوى واردمخه يوه بله ميرمن هم درلوده او د يوۀ ماشوم پلار دى . خو ميرمن براون هم پخوا پنځه ودونه کړي او پراېښي دي . ميرمن براون وايي د اسامه بن لادن له زوى سره تر وادۀ وروسته دې يوازې يو ځل هغه ليدلى دى . خو بيلتون پرې ځکه اغيز نه دى کړى چې د دې په وينا د دواړو طبعيت سره جوړ دى او د ورځې ١٥ ساعته په ټيلې فون يا اينټرنيټ خبرې سره کوي . ميرمن براون وايي تر وادۀ وروسته اوس د خپل خاوند تخلص ځکه نه کاروي چې په هوايي ډگرونو کې د امنيتي پلټنو پر وخت ورته ستونزې پيدا کيږي . د خپل خاوند عمر بن لادن په باب دغه برتانوۍ ميرمن وايي (( د هغه زړۀ پاک دى دي مذهبي او على کس دى . ) ) داسې گومان دى چې عمر بن لادن د اسامه بن لادن د لومړنۍ ميرمنې زوى دى او ښايي د القاعده د مشر له شاوخوا ٢٤ اولادونو څخه يو وي . ميرمن براون دا مني چې په لندن کې د چاودنو د وروستيو هڅو په ترڅ کې ښايي د دې د وادۀ دغه کيسه ځينې خلک وځوروي ځکه چې ډير خلک په دې باور دي چې دغه کار د القاعدې و . دې د ټايمز ورځپاڼې ته وويل په هيله ده چې خلک به د دې په برخه کې بد قضاوت نه کوي ځکه چې دې د اسامه بن لادن له زوى سره نۀ له هغۀ سره واده کړى دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||