|
اسامه امريکايان اسلام ته راوبلل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اسامه بن لادن په يوۀ نوي وېډيو ټېپ کې له امريکايانو غوښتي چې که غواړي د عراق جگړه پاى ته ورسېږي دوى بايد مسلمانان شي. امريکايي چارواکو باور ښوولى چې دغه وېډيوټېپ چې د پخوا خلاف پکې امريکا ته ځانگړي گواښونه نه دي شوي د اسامه بن لادن ده. دغه وېډيو ټېپ چې په دريو کلونو کې د اسامه لومړۍ راڅرگندېدنه ښيي د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١مې له شپږمې کليزې په درشل کې خپره شوې ده. ولسمشر بوش په خپل لومړني غبرگون کې ويلي چې د اسامه پيغام د هغو خطرونو يادونه ده چې اوس نړۍ پکې اوسي. ولسمشر بوش وويل: ''مهمه دا ده چې موږ خپل هوډ وښيو چې خپل ځانونه وساتو او پر القاعدې د پناه ځاى ودروو. '' امريکايي چارواکي چې دغه ويډيوټېپ يې څېړلى وايي دغه پيغام ډېر تازه ثبت شوی – چې ښايي په همدغه روان اوړي کې جوړ شوى وي. د دغۀ ٣٠ دقيقه ييز ټيپ يوه لنډه برخه الجزيره تلوېزيون تېره شپه وښودله. په ټېپ کې اسامه بن لادن پر يوۀ مېز ناست دى، سپين کالي او پگړۍ يې اغوستي ده، چپنه يې هم په تن ده. پر يوې پټې ښکته په انگرېزي ليکل شوي چې ''امريکايي خلکو ته د شيخ اسامه بن لادن پيغام.'' دغه ټېپ د نورو پخوانيو خلاف، امريکا ته کوم ښکاره گواښ نه کوي او نه د بريدونو غوښتنه کوي. بلکې، د امريکا خلکو ته وايي چې دوى د ولسمشر بوش په قانع کولو چې د عراق جگړه ودروي پاتې راغلي دي. په ټېپ کې امريکايي خلکو ته د عراق د جگړې په اړه ويل شوي:''تاسې يوه ډېره لويه تېروتنه کړې ده. هغه داده چې نه مو هغه کسان چې دغه جگړه يې پيل کړې محاکمه کړل او نه مو جزا ورکړه. تاسې بوش پرېښود چې د خپلې واکمنۍ لومړى پړاو بشپړ کړي او عجيبه خو لا داده چې دويم ځل مو بيا وټاکه چې ستاسې لخوا يې يوه ښکاره توجيه ورکړه چې په افغانستان او عراق کې وژنو ته ادامه ورکړي.'' په ټېپ کې ويناوال امريکايانو ته د عراق د جگړې د ختمېدو لپاره دوه وړانديزونه کوي: ''لومړى زموږ لخوا دى چې د تاسې په ضد جگړې او وژنو ته زور ورکړو،'' او بله لاره يې وايي داده چې امريکايان د امريکا له دموکراتيک نظام څخه سر وغړوي او اسلام ته راواوړي. د امريکا د داخلي امنيت وزارت وايي چې دوى هېڅ داسې باوري معلومات نه لري چې په اوس کې يې هېواد ته کوم گواښ مخامخ وي. دا له ٢٠٠٤ کال راهيسې د اسامه بن لادن لومړنۍ ويديويي پيغام دى چې خپرېږي. د ٢٠٠٤ په اکتوبر مياشت کې په خپل ټېپ کې اسامه پر امريکايي اهدافو د نويو بريدونو گواښ کړى و. | ورسره تړلي نور خبرونه امريکا: نوى ټيپ په رښتيا د اسامه ښکاري23 اپريل, 2006 | خبرونه حامد کرزى د طالبانو د اعمالو پړه پر اسامه اچوي 24 جنوري, 2006 | خبرونه امريکا د اسامه او ملا عمر موندلو ته هڅې گړندۍ کړي07 جنوري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||