BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:20 گرينويچ 2005 ,07 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا د اسامه او ملا عمر موندلو ته هڅې گړندۍ کړي
News image
د اسامه بن لادن د نيولو لپاره تر ټولو ډيرې پيسې اعلان شوي دي
يوې پاکستانۍ ورځپاڼې د متحدو ايالاتو د عدليې د وزارت اعلان خپور کړى دى چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن او د طالبانو دغورځنگ د مشر ملا محمد عمر د نيولو په بدل کې د انعام يادونه کړې ده .

متحدو ايالاتو ان هغه مهال د داسې انعامونو خبره کوله چې د طالبانو حکومت يې په افغانستان کې ونړاوۀ خو دا لوموى ځل دى چې په يوې پاکستانۍ ورځپاڼې کې داسې اعلان خپروي .

په پاکستان کې ځينې ورځپاڼه ليکونکي دا اعلان د دې څرگندويه بولي چې گواکې واشنگټن د القاعدې او طالبانو مشران په پاکستان کې پټ شوي بولي .

د ورځپاڼې په اعلان کې د ١٤ کسانو نومونه راغلي دي . اعلان وايي چې د هغوى د نيولو لپاره د معلوماتو سپارونکي ته به په ميليونونه ډالره د انعام په توگه ورکوي .

په دغو کسانو کې يوازې ملا محمد عمر افغان دى پاتې کسان د القاعدې بهرني غړي دي . د اعلان په پاى کې د اسلام اباد او واشنگټن ځينې تيلې فوني شمېرې ورکړل شوي چې د معلوماتو لرونکي پرې له امريکايي چارواکو سره اړيکي ټينگې کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت