BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 23:52 گرينويچ 2006 ,23 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا: نوى ټيپ په رښتيا د اسامه ښکاري

اسامه
د ولسمشر بوش د مخالفينو له خوا د اسامه دغۀ وروستي ټيپ ته خورا بل ډول غبرگون ښوول شوى دى .
په يوۀ عربي تلويزيون باندې خپارۀ شوي يوۀ کسټ کې د القاعدې مشر پر لويديځ تور لگوي چې د حماس په مشرۍ د فلسطيني حکومت پر گوښه کولو د اسلام پر ضد جگړه پيلوي .

په عراق کې د امريکا سفير او لوړ پوړي امريکايي ديپلومات ،زلمي خليلزاد ، وويل دا پيغام د دې ښکارندويي کوي چې بن لادن غواړي په نړيواله دريځ کې ځان ښکېل لوبغاړى وښىى .

د متحدو ايالاتو د استخباراتو ټولنې وايي داسې ښکاري چې د اسامه بن لادن له خوا خپور شوى دغه وروستى ټيپ په رښتيا د هغه دى .

د سپينې ماڼۍ وياند سکاټ مک کلن وويل دا د دې ښکارندويي کوي چې د القاعدې مشرتابۀ تر فشار لاندي دي او په تېښته کې دي .

ښاغلي مک کلن دا خبره تايد کړه چې د امريکا د استخباراتي ادارو د اسامه بن لادن د وروستي ټيپ رىښتينولي سپينه کړې ده .

دۀ زياته کړه متحد ايالات په خپل وس کې هر هغه څه کوي جې د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې بريالي شي .

د ولسمشر بوش د مخالفينو له خوا د اسامه دغۀ وروستي ټيپ ته خورا بل ډول غبرگون ښوول شوى دى .

په کانگرس کې د ديموکراتانو يوه مخکښه مشره جېن هارمن وايي دا ټيپ د دې ښکارندويي کوي چې په تاريخ کې د يوۀ کس پسې تر ټولو لوى لټون ناکامه شوى دى . دا د دې کار پړه په هغه څه اچوي چې دا يې په عراق کې د متحدو ايالاتو د سرتيرو ښکېليدۀ بولي .

د ٢٠٠٤ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ناکامه شوي کانديد سناتور جان کېري وويل د اسامه بن لادن په نيولو کې ناکامي په دلايلو کې يو دليل دى چې بايد ترمخه يې د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ استعفى ورکړي .

آن په جمهوريت غوښتونکو کې هم يو شمير کسانو زړۀ تنگي ښوولې ده .

سناتور ارلن سپيکټر وويل دى په دې راضي نه دى چې اسامه بن لادن محکمې ته نه دى راکښل شوى خو دۀ دغه کار د پروړې په يوۀ لوى پنډ کې د يوې وړې ستنې قدر وبالۀ .

.

ورسره تړلي نور خبرونه
د الظواهري ليک ونيول شو
08 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت