|
حامد کرزى د طالبانو د اعمالو پړه پر اسامه اچوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې په داسې وخت خبرې کولې چې د يوې مدرسې د بنسټ ډبره يې اېښوده . دۀ د القاعدې له مشر اسامه بن لادن سره د جوړ جاړي امکان رد کړ او ويې ويل چې د يوۀ افغان په توگه د خپل هيواد په يوې محکمې کې د اسامه بن لادن محاکمه غواړم . څو ورځې وړاندې په يوۀ پيغام کې چې د عربي رسنيو له خوا خپور شو اسامه بن لادن په دې شرط جوړ جاړي ته غاړه اېښې وه چې د متحدو ايالاتو سرتيري له افغانستان او عراق څخه ووځي . دغه وړانديز واشنگټن سم لاسي رد کړ او ويې ويل چې له ترهگرو سره خبرې اترې نه کوي . افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې القاعده پر هغو ټولو چارو پړه وبلله چې د طالب واکمنۍ پر وخت افغانستان کې شوي دي . ښاغلي کرزي وويل اسامه بن لادن بايد د کورونو اوکروندو د ويجاړولو ، په جوماتونو کې د قران شريف د سوځولو او د ماشومانو د وژلو له امله محاکمه شي . حامد کرزي د طالب غورځنگ د هغو غړيو د بخښلو وړانديز کړى دى چې د دۀ په وينا يې لاسونه د ولس په وينو نه دي سرۀ شوي . په سلگونو طالبانو د دغۀ وړانديز هرکلى کړى دى . د طالبانو د رژيم د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل او په اسلام اباد کې د طالبانو سفير ملا عبدالاسلام ضعيف هم په همدې ډله کې اوس سوله ييز ژوند کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان : په وزل شوو کې د القاعدې مشران هم شامل دي 19 جنوري, 2006 | خبرونه امريکا باورلري چې د القاعده مشران په قبايلي سيمه کې دي 17 جنوري, 2006 | خبرونه کويت د القاعده يوې ډلې ته سزا ورکړه27 دسمبر, 2005 | خبرونه د الظواهري ليک ونيول شو08 اکتوبر, 2005 | خبرونه د القاعدې يو بل مشکوکه غړې و نيول شو04 مۍ, 2005 | خبرونه امريکا د اسامه او ملا عمر موندلو ته هڅې گړندۍ کړي07 جنوري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||