|
باوچر بيا پر ترهگرۍ په اسلام اباد کې غږيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو مرستيال وزير ريچرډ باوچر يو وار بيا اسلام اباد ته رسيدلى چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي . رپوټونه وايي ښاغلى باوچر به د دغۀ سفر په ترڅ کې له پاکستاني مشرتابۀ سره د دغه هيواد پر روانو سياسي حالاتو او له ترهگرۍ سره پر جگړې خبرې وکړي . دا سفر په داسې وخت کې شوى چې په دې وروستيو کې داسې گنگوسې وې چې جنرال مشرف به بيړنى حالت اعلانوي . پاکستاني مشرتابۀ دا رمنله چې ښاغلى مشرف د بيړني حالت اعلانولو ته نژدې شوى و خو په وروستيو شېبو کې ترې واوښت . متحد ايالات په پاکستان کې د ټول ټاکنو غوښتونکى بلل شوى او ويل شوي چې واشنگټن به يوازې د ديموکراتيک او ټاکل شوي پاکستاني حکومت ملاتړ کوي . د ښاغلي باوچر د سفر بله مهمه خبره له ترهگرۍ سره په جگړه کې د پاکستان رول دى . واشنگټن په دې وروستيو کې د اسلام اباد له هڅو خوښ نه دى او په پرله پس ېتوگه غوښتنه لري چې په قبايلي سيمو کې دې اسلام پالي اورپکي او القاعده کابو کړي .. | ورسره تړلي نور خبرونه باوچر : د يرغملو خوشي کولو ته هر څه کولى شو02 اگست, 2007 | خبرونه امريکا: د افغانانو لپاره ځمکنۍ جگړه خوندي ده04 جولاى, 2007 | خبرونه باوچر د کابل- اسلام اباد پر توپيرونو وغږيد12 جنوري, 2007 | خبرونه امريکا د ډيورند پر کرښه د ماينونو په اړه له پاکستان سره غږيږي11 جنوري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||