|
امريکا: د افغانانو لپاره ځمکنۍ جگړه خوندي ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير، ريچرډ بوچر، وايي د افغان ولسي خلکو د ژوند د خونديتوب هڅې هغه مهال ښې اغېزمنې ثابتېداى شي چې که د ناټو له ځواکونو څخه محدوديتونه پورته کړل شي. ښاغلي بوچر په روم کې د افغانستان په اړه د يوې نړيوالې غونډې په پاى کې وويل ناټو د خپلو ځواکونو لپاره د دې اجازې ترلاسه کولو ته اړتيا لري چې د وسله والو طالبانو په ضد ځمکنۍ جگړه پراخه کړي. د المان، ايټاليا او فرانسې په گډون، د ناټو تړون ځينو غړو هېوادونو هغه غوښتنې رد کړې چې خپل ځواکونه د افغانستان په سويل کې هغو نارامو سيمو ته ولېږي چې طالبان پکې ډېر فعال دي. خو ښاغلي بوچر وويل چې ټولو سيمو ته د افغان حکومت د واک غځولو لپاره هلې ځلې بايد چټکې شي. په وروستيو اونيو کې د ناټو ځواکونو په پوځي عملياتو کې د ولسي خلکو د وژل کېدو لامله اندېښنې په زياتېدو دي. متحد ايالات له پخوا راهيسې هڅه کوي چې د ناټو نور غړي هېوادونه قانع کړي چې د افغانستان په سويل کې د طالبانو په ضد جگړه کې زياته فعاله ونډه واخلي. سره له دې چې د ناټو تړون ځواکونو اوس د سويل په گډون، په ټول افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو قومانده په لاس کې اخيستې ده، خو د متحدو ايالاتو هيلې تر دې زياتې دي. په نارامه سويل کې چې د طالبانو مرکز بلل کېږي ناټو ځواکونه د وسله والو د ځپلو لپاره زياتره له هوايي بريدونو کار اخلي چې په وروستيو کې يې ولسي خلکو ته پراخه مرگ ژوبله ور اړولې ده. | ورسره تړلي نور خبرونه شيفر : د ملکي کسانو د مړينې مخه بايد ونيول شي03 جولاى, 2007 | خبرونه م.م: جون د افغان ملکيانو لپاره مرگونې مياشت وه02 جولاى, 2007 | خبرونه د هلمند په بمباريو کې بيا ولسي خلک وژل شوي30 جون, 2007 | خبرونه کرزى: هېڅ پوځي عمليات نورپه خپل سر نشي کېداى23 جون, 2007 | خبرونه چارواکي: په گرشک کې ٢٥ ولسي خلک وژل شوي22 جون, 2007 | خبرونه هلمند پوليس : په عملياتو کې ملکي کسان وژل شوي01 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||