|
چارواکي: په گرشک کې ٢٥ ولسي خلک وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سويل کې د تر ټولو نارامه ولايت، هلمند، چارواکي وايي ناټو ځواکونو لږترلږه ٢٥ ولسي خلک په تازه بمباريو کې وژلي. د سيمې اوسېدونکي هم وايي په گرشک ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو الوتکو بمبارد کړى او د کلي خلکو ته گڼه مرگ ژوبله اوښتې. ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته وويل په ده ادم خان کلي کې د تېرې شپې په بمبارۍ کې ٣٠ تنه عادي خلک وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي. د هلمند د پوليسو مشر، محمد حسين انډيوال، وايي ناټو ځواکونو په ياد شوي کلي کې پر دوو کورونو بمونو غورځولي او ٢٥ کسان يې وژلي، چې نهه پکې ښځې، درې نوي زېږېدلي ماشومان او يو د کلي ملا هم دي. ښاغلي انډيوال له ناټو ځواکونو گيله وکړه چې دوى يې د تېرې شپې د پوځي عملياتو او بمباريو په اړه هېڅ خبر کړي نه و او دا چې حکومتي چارواکي سهار له پېښې خبر شول. کله چې د بي بي سي خبريال، عبد الصمد روحاني، په سيمه کې د ناټو ځواکونو له يوۀ وياند سره خبرې وکړي، هغوى د تېرې شپې د بمبارد په اړه له خبرو کولو په څنگ تېرېدل او وسله والو طالبان يې پړۀ بلل چې گواکې د خلکو له کورونو څخه د مورچو په توگه کار اخلي. د وسله والو طالبانو يوۀ وياند هم وويل چې دوى ته په گرشک کې هېڅ زيان نه دى رسېدلى. په وروستيو مياشتو کې ولسي خلک په ډېرېدونکي توگه د وسله والو طالبانو او افغان او نړيوالو ځواکونو تر منځ جگړو کې وژل شوي. مرستندويه ټولنې وايي بهرنيو او افغان ځواکونو سږ کال لږترلږه ٢٣٠ ولسي خلک وژلي. وروستيو پېښې ښيي چې څومره چې په سويلي ولايتونو کې ناامني زياتېږي هومره ملکي وگړو ته مرگ ژوبله زياتېږي. په همدې مسالې باندې ولسمشر حامد کرزي په وار-وار خپل سخت غبرگون ښوولى او خپلو خلکو ته يې د مرگ ژوبلې اوړېدل له زغمه وتلي بللي. په ځواب کې يې نړيوال ځواکونه هم تل وايي چې دوى ټولې هغه هڅې کوي چې په وس کې يې وي چې ولسي خلک د جگړې له زيانه خوندي پاتې شي. خو داسې ښکاري چې د دغې ستونزې تر بد بترېدل هم د افغان حکومت او هم د نړيوالو ځواکونو لپاره پر زياتېدونکي سرخوږي اوړي. |
ورسره تړلي نور خبرونه د هلمند په گريشک کې ولې پرلپسې جگړې کيږي ؟18 جون, 2007 | خبرونه هلمند پوليس : په عملياتو کې ملکي کسان وژل شوي01 جون, 2007 | خبرونه م.م: جگړه کوونکي دې د زورکارونې انډول وساتي28 مۍ, 2007 | خبرونه سرۀ صليب د ملکي وگړو پر زيانونو اندېښنه ښوولې19 مۍ, 2007 | خبرونه د ناټو په بمبار کې ٢١ ولسي وگړي مړه دي09 مۍ, 2007 | خبرونه کرزى: نور د ملکي وگړو وژل نه شو زغملى02 مۍ, 2007 | خبرونه 'بهرنيو ځواکونو او طالبانو دواړو ولسي خلک وژلي'14 اپريل, 2007 | خبرونه ايساف : د ملکي خلکو د وژنې پړه پر طالبانو ده07 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||