|
د ناټو په بمبار کې ٢١ ولسي وگړي مړه دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمند والي وايي د هغه ولايت په سنگين ولسوالۍ کې ناټو ځواکونو لږ تر لږه ٢١ ولسي خلک په بمبارد کې وژلي. والي اسد الله وفا بي بي سي ته وويل په مړو کې ماشومان او ښځې هم شته. د ده په خبره، ناټو ځواکونو وروسته له هغه پر سيمه بمونه وغورځول چې پر دوى باندې هلته وسله والو تېر ماښام (سې شنبه) طالبانو بريد وکړ. تر دغې پېښې څو ساعته مخکې امريکايي پوځ په ننگرهار ولايت کې د مارچ مياشت کې د ولسي کسانو د وژنې لامله بښنه غوښتې وه او ژمنه يې کړې وه چې د ملکي وگړو د ژوند د خونديتوب لپاره به خورا احتياط کوي. په هلمند کې ولسي وگړي وايي د سنگين په بمباريو کې چې درې کلي په نښه شوي تر ٣٠ زيات کسان مړه دي او گڼ شمېر نور ټپيان دي. په سيمه کې د ناټو يوۀ وياند د خپلو ځواکونو لخوا د سيمې د بمبارولو پخلى وکړ، خو مړه يې ټول طالبان وبلل. خو د طالبانو يوۀ وياند، قاري يوسف احمدي، په پېښه کې د خپلو کسانو وژل کېدل نه مني او ټول مړي د ملکي کسانو بولي. همدارنگه په سنگين کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو يو سرتېرى هم وژل شوى. له بگرام څخه د ايتلاف يوه خبرپاڼه وايي د دوى ځواکونو تېر ماښام له افغان پوځ سره يوځاى گزمه کوله چې طالبانو پرې بريد وکړ او يو سرتېرى يې ور وواژه. دا لا څرگنده نه ده چې دا سرتېرى هم په همدغه سيمه کې وژل شوى چې بمبار شوې که بل ځاى و. هلمند د وسله والو طالبانو اصلي اډه بلل کېږي او د افغانستان تر ټولو نارامه ولايت دى. هاخوا، په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې چارواکي وايي يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي درې عاد وگړي وژلي. د پکتيکا والي اکرم خپلواک وايي يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي وو د برمل ولسوالۍ په مرغه بازار کې ځان والوزاوه او درې تنه ولسي خلک يې ځاى پر ځاى ووژل. | ورسره تړلي نور خبرونه کرزى: نور د ملکي وگړو وژل نه شو زغملى02 مۍ, 2007 | خبرونه ايساف : د ملکي خلکو د وژنې پړه پر طالبانو ده07 مارچ, 2007 | خبرونه 'بهرنيو ځواکونو او طالبانو دواړو ولسي خلک وژلي'14 اپريل, 2007 | خبرونه بشري حقونه :د افغان ملکي وگړو وژل ډير شوي دي16 اپريل, 2007 | خبرونه د بخښنې ټولنه : پاکستان دې پر طالبانو فشار واچوي19 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||