BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:41 گرينويچ 2007 ,14 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'بهرنيو ځواکونو او طالبانو دواړو ولسي خلک وژلي'

په جلال اباد کې د امريکايي ځواکونو لخوا پر ملکي وگړو له ډزو وروسته لاريونونه
راپور په تېر کب کې جلال اباد ته نزدې دامريکايي ځواکونو لخوا پر ملکي وگړو د بې واره ډزو پېښه چې ١٢ ولسي خلک يې ووژل او ٤٠ يې ټپيان کړل په ځانگړې توگه يادوي
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون بهرني ځواکونه او وسله وال طالبان دواړه په هيواد کې د ملکي وگړو پروژنې پړه بللي دي .

دغه کميسيون په دې اړه د خپلو کړو پلټنو د پايلو په اعلانولو سره دغه خبره کړې او محاکمې ته يې ددغو پيښو د ترسره کونکو دکاږلو غوښتنه کړې ده .

دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلو د اوښتو د ځانگړو پيښو پلټنه کوي. په دغو پېښو کې يوه هم تير کال د کب په ١٣ دهيواد په ختيځ دجلال اباد _ تورخم پر لويه لاره دامريکايي ځواکونو پر يوه کاروان له يوه ځانمرگې بريد څخه وروسته، پر ملکې وگړو د امريکايي ځواکونو لخوا د ډزو پيښه ده .

په دغه پيښه کې د ماشومانو او ښځو په گډون ١٢ کسه ملکي وگړي ووژل شول او نژدې ٤٠ تنه نور ژوبل شول . امريکايي ځواکونه ادعاکوي چې د ځانمرگې بريد څخه سملاسي وروسته ، د وسله والو مخالفينو د پلان شوي کمين لخوا د ډزو په ځواب کې يې گواکې چې ډزې کړي دي .

خو د بشري حقونو د خپلواک کميسيون يو چارواکى احمد نادر نادري دامريکايي ځواکونو دغه ادعا ردوي او ټينگار کوي چې گواکې امريکايي ځواکونو له کوم دليل پرته پر ملکي وگړو ډزې کړي او د بشري حقونو نړيوال اصول يې ترپښولاندې کړي دي .

د بشري حقونو خپلواک کميسيون د جلال آباد له پيښي سره سمه ، د کاپيسا ولايت د نجراب په ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په بمباريو کې ملکې وگړو ته د مرگ ژوبلې د اوښتو د پيښې پلټنه هم کړې ده .په دغه پيښه کې د دريو ماشومانو او پنځو ښځو په گډون د ېوې کورنۍ ٩ کسان ووژل شول .

بهرنيو ځواکونوپه دغه پيښه کې د وسله والو مخالفانو د په نښه کولو ادعاوکړه . خو د کميسيون په پلټنه کې نړيوال ځواکونه پړۀ بلل شوي چې د موخې په نښه کولو کې يې تيروتنه کړې ده .

د کميسيون په دغه پلټنه کې د ناټو او امريکايي ځواکونو له هغو سرغړونو څخه هم يادونه شوې چې ددوى په وينا د خلکو د کورونو د پلټنو او د خلکو د نيولو پر مهال د هغوى لخوا ترسره کيږي.

د کميسيون استازي ښاغلى نادري پرنړيوالو ځواکونو غږ کوي چې ددغو پيښو ترسره کوونکي دې عدالت ته راوکاږي .
د کميسيون په دغه پلټنه کې ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلو په اړولو کې د حکومت د وسله مخالفانو هم کلکه غنده شوې ده . ښاغلى نادري د طالبانو لخوا د ځانمرگو اوبمي بريدونو، سړي تښتونو او يرغمل نيونو څخه يادونه کوي چې وايې په ناوړه توگه پکې نړيوال قوانين ترپښو لاندې شوي دي .

په راپور کې د جگړې پر دواړو غاړو غږ شوى چې د ملکي وگړو له نښه کولو لاس واخلي .

داچې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون لخوا ترسره شوې دغه پلټنه به څومره دقيقه وي ، دا دقضيې يو اړخ دى .

خو دقضيې بل اړخ چې شنونکي يې مهم بولي دادى چې ښايي دغه پلټنه پر نړيوالو ځواکونو فشار راوړي چې د خپلو عملياتو په ترڅ کې له احتياطه کارواخلي .

په همدې ترڅ کې د امريکا يوې معتبرې ورځپاڼې واشنگټن پوست هم ليکلي چې په دې اړه د امريکا د پوځ موندنې هم دورځپاڼې په ليکنه چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون لخوا د ترسره شوې پلټنې له پايلو سره سمون لري .

د تېر يوه کال په ترڅ کې د نړيوالو ځواکونو او طالبانو تر منځ په جگړو کې د ښځو او ماشومانو په گډون شاوخوا ١٠٠٠تنه ملکي وگړي وژل شوي دي .

يو شمېر شنونکي باور ښيي چې که ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلو داوښتو مخه ونه نيول شوي ، نو د ولسمشرکرزي د حکومت ستونزې به لا زېاتې شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت