BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:46 گرينويچ 2007 ,11 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جلال اباد کې د خبري اژانس او امريکايي پوځ لانجه

اې پي
د امريکا مېشت خبري اژانس ايسوسيټيډ پريس خبريالان صحنې ته ورغلل چې عکاسي وکړي خو د دوى له کامرو څخه د هغۀ گاډي عکسونه پاک شول چې پکې درې افغانان وژل شوي و
په افغانستان کې د ايسوسيټيډ پريس خبري اژانس او د متحدو ايالاتو د پوځ ترمنځ تر هغه وروسته لانجه پيدا شوې چې سرتيرو تيره اوونۍ په جلال اباد کې تر يوۀ ځانمرگي بريد وروسته د يوۀ خبريال عکسونه له کامرې پاک کړل .

د متحدو ايالاتو د پوځ يوۀ وياند وويل سرتيرو دغه کار ځکه وکړ چې ښايي دغو عکسونو د هغه څه نا سم انځور ولس ته ورکړى واى چې هلته پېښ شوي و .

ختيځ ښار جلال اباد ته نژدې که څه هم ځانمرگي بريد يوازې يو امريکايي سرتيرى ټپي کړ خو تر بريد وروسته په ډزو کې اته ملکي افغانان ووژل شول او ٣٥ تنه نور پکې ټپيان شول .

عيني شاهدان وايي امريکاييان له بريده وروسته وارخطا شول خو امريکايي پوځ وايي د دوى پر سرتيرو لور د لورده ډزې وشوې او دوى د هغو ځواب ورکړ .

د امريکا مېشت خبري اژانس ايسوسيټيډ پريس خبريالان صحنې ته ورغلل چې عکاسي وکړي خو د دوى له کامرو څخه د هغۀ گاډي عکسونه پاک شول چې پکې درې افغانان وژل شوي و . دغه گاډى د چاودنې له ځاى څخه ١٠٠ متره ليرې و .

د متحدو ايالاتو د پوځ يوۀ وياند وويل دغه عکسونه ځکه پاک شوي دي چې د صحنې د پلټنې رېښتينولي وساتل شي .

وياند زياته کړه ځينو عکسونو ښايي د هغه څه استازيتوب نه واى کړى چې په رښتيا پېښ شوي و .

ايسوسيټيډ پريس دغه خبره بې ځايه بولي او وايي په ديموکراتيکو ټولنو کې هغه خبريالان چې له قانون سره سم کار کوي دا اجازه لري چې سامان الات ورڅخه وانه خيستل شي او عکسونه يې پاک نه شي او دوى کار وکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت