BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:10 گرينويچ 2007 ,05 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى :د ننگرهار د پېښې سپيناوى غواړم

کرزى
ولسمشر کرزى وايي د ناټو پوځي مشران يې ورغوښتي چې د پېښې سپيناوى ورته وکړي
افغان ولسمشر حامد کرزي چې د دريو زيانمنو شويو ولسواليو له مشرانو سره
يې د تيلې فون په کرښه خبرې کولې هغوى ته ډاډ ور کړ چې دپرونۍ پېښې سپيناوى وغواړي .

ولسمشر له خلکو نه وغوښتل له صبر او زغم څخه کار واخلي هغه وويل دپښې له قربانيانو سره يې د مرستو هوډ کړى دى .

په ننګرهار کې دپرونۍ ځانمرګې بريد وروسته چې د ايتلاف د ځواکونو د ډزو له امله خواوشا ١٠ کسان مړه او نژدې ٣٠ تنه پکې ټپيان شول د ټپيانو او وژل شويو کورنيو له افغان دولت او بهرنيو ځواکونونه غوښتې چې د پيښې عاملينو ته سزا ورکړي .

پرون له بگرام څخه په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې ويل شوي و چې په پېښه کې ١٦ کسان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي .

په داسيې حال کې ده چې افغان دولت د کورنيو چارو وزارت له جينايي جرمونو سره د مبارزې د ريس مرزامحمد (يارمن ) په مشري يو پلاوى ننګرهار ته ليږلي چې د پيښې په اړه پلټني وکړي .

د جلال اباد طورخم د لويه لارې په اوږدو کې له يوه ځوانمرګي بريد وروسته چې د ايتلاف د ځواکونو کتار ته نژدې وشو د ايتلاف د ځواکونو په ډزو ګڼ شمير خلک مړه او ټپيان شول .

که څه هم د ايتلاف ځواکونو پرولسي خلکو د بريد لامل دا په ګوته کړ چې گواکې له ځانمرګې بريد سره سم پردوى له څلور خواوونه د سپکو وسلو ډزې شوي خو دا هغه څه دي چې د سيمې خلک يې په کلکه ردوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت