|
په افغانستان کې پر نا امنيو د سوداگرو اندېښنې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا خبره د ياد شوي اطاق مشر اذرخش حافظي په هغه يو ورځني کنفرانس کې وکړه چې د سوداگرو او امنيتي ادارو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په موخه جوړه شوې و،نوموړي وويل چې د پيسو په بدل کې تښتونې،وژنې او ځينې نورې اړوندې ستونزې د سوداگرو د انديښنو لامل گرځيدلي دي چې له همدې کبله په دغه هيواد کې د پانگونې کچه مخ په ټيټيدو ده. بله خوا د افغانستان د مشرانو جرگې مشر صبغت الله مجددي هم له ا جراييه ځواک او په ځانگړي ډول له امنيتي چارواکو نه غوښتنه وکړه چې د سوداگرو د امنيت په برخه کې کوټلي گامونه پورته کړي. په داسې حال کې چې دامهال په افغانستان کې نژدې ٦٠ زره افغان پوليس شاوخوا څلويښت زره د ملي اردو سرتيري او تر ديرشو زرو ډير بهرني سرتيري د امنيت په برخه کې په دندو بوخت دي خو بيا هم امنيت ددغه هيواد د وگړو يوه بنسټيزه انديښنه ده چې سربيره پر دې چې تر ډيره ځايه د ځانمرگو بريدونو ،چاودنو او وسلوالو نښتو له کبله ملکي وگړي وژل کيږي . په ولايتونو او ان پلازمينه کابل کې سوداگر او نور وگړي د بيلابيلو لاملونو له کبله د خپل ځانگړي امنيت په اړه خورا ډير انديښمن دي. د افغانستان د سوداگرۍ د نړيوال اطاق مشر اذرخش حافظي وايي چې تر دې مهاله داسې ډير سوداگر وژل شوي،ټپيان شوي او يا تښتول شوي دي چې د پانگونې په موخه افغانستان ته راغلي وو. ((له بده مرغه بايد ووايم يو ډير شمير سوداگر چې د وطن د ابادولو په موخه راغلي وو ووژل شول ډير شمير يې وتښتول شول ډيرو ته مالي او اقتصادي زيانونه واوښتل،ځينو بيا ددفتري درغليو له کبله خپل امکانات له لاسه ورکړل دې خلکو د يوې ټوټې مځکې د لاس ته راوړلو په موخه ١٤ کاله انتظار کړې و او پنځه کال نور هم په همدې انتظار تير شول خو دغه خلک خپلې موخې ته ونۀ رسيدل)) ښاغلي حافظي وويل چې د همدې لاملونو له کبله په افغانستان کې د خصوصي پانگونې گراف مخ ښکته راپريوتى او ډير سوداگر له دغه هيواده د وتلو په حال کې دي،د افغانستان د سوداگرۍ د نړيوال اطاق مشر وويل ځينې نورې ستونزې هم شته چې د سوداگرو ليوالتيا له منځه وړي هغه په دې ترڅ کې د بروکراسۍ، اداري درغليو او د چارواکو د نه همکارۍ يادونه وکړه. بله خوا د افغانستان د مشرانو جرگې مشر صبغت الله مجددي د نا امنۍ او گډوډيو لوى لامل دا وگاڼه چې گواکې جنايت کارانو ته سزا نه ورکول کيږي. ((زه خواشينى يم چې ولې زموږ په وطن کې زموږ په کابل کې امنيت نه ټينگيږي،دلته د خلکو لوڼې او زامن تښتول کيږي،زه له ډيرو شريفو کورنيو نه خبر يم چې له شرمه خپل غږ نه شي پورت کولاى،ځوانه لور يې تښتول شوې چې تر اوسه يې درک نه دى معلوم، موږ بايد په دې برخه کې له حکومت او اجرايوي ځواک څخه شکايت وکړو ځکه چې دوى قانون نه شي پلى کولاى)) ښاغلي مجددي له ولسمشر حامد کرزي او امنيتي چارواکو نه غوښتنه وکړه چې تر دې وروسته د مجرمانو په وړاندې سم او کوټلي گامونه اوچت کړي. تر څنگه يې د سوداگرۍ د نړيوال اطاق مشر وويل چې د مجرمانو د نه محاکمه کولو لامل دادى چې پوليسو ته کافي معاش نه ورکول کيږي د نوموړي په اند د پوليسو همدغه بې وځلي ددې لامل گرځي چې مجرمان يې ليکو ته لاره پيدا کړي .ښاغلي حافظي له افغان دولت نه غوښتنه وکړه چې ددغې ستونزې هواريدو ته پوره پاملرنه وکړي. په پرلپسې ډول ليدل شوي دي چې د پوليسو په جامو کې غلاوې او نورې نا قانونه چارې تر سره شوي دي،خو پوليسو ويلي دي چې دا پوليس نه دې بلکې د پوليسو په جامو کې نور مجرمان دي چې له يونيفارم نه نا قانونه گټه پورته کوي. خو بيا هم عام وگړي پر دې باور دي چې له شويو اصلاحاتو سره سره بيا هم افغان پوليس په فساد او درغليو کې ککړ دي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||