BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:52 گرينويچ 2007 ,04 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ننگرهار په بريد کې ١٦ وژل شوي
ننگرهار
امريکايي ځواکونه وايي تر ځانمرگي بريد وروسته پر دوى ډزې شوي دي
د افغانستان د ننگرهار په ولايت کې د متحدو ايالاتو پر پوځي کاروان ځانمرگى بمي بريد شوى دى .

بريد کوونکى په يوۀ موټر کې سپور و . له بگرام څخه په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې راغلي چې له بريده سملاسي وروسته پر ايتلافي ځواکونو د سپکو وسلو ډزې شوي دي .

د خپرې شوې خبر پاڼې په وينا په دغه ټوله پېښه کې ١٦ ملکي کسان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان شوي دي .

دوى د يوۀ ايتلافي سرتيري د ټپي کيدو خبر هم ورکوي . دغه راز د ځوابي ډزو يادونه هم کوي .

ځانمرگى بريد د جلال اباد تورخم پر لويه لاره هوايي ډگر ته نژدې شوى دى .

ځايي خلک وايي تر هغه وروسته امريکايي سرتيرو پر ولاړو نندارچيانو ډزې پيل کړې چې ځانمرگى يې پر کاروان ولگيد .

وروسته په سلگونو کسانو مظاهره وکړه او له افغان پوليسو سره لاس و گرېوان شول . مظاهره کوونکو د امريکايي سرتيرو عمل غاندۀ .

ويل کيږي چې د تورخم جلال اباد پر لويه لاره شاوخوا څلور کيلومتره لاره مظاهره کوونکو تر څو ساعتونو تړلې وه .

د ٢٠٠٧ کال له پيل څخه راهيسته د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې دا ١٦ خو په جلال اباد کې لومړنى ځانمرگى بريد دى چې ترسره کيږي .

تر دې وړاندې له کندهار څخه په خپارۀ شوي يوۀ بيان کې د ناټو په مشرۍ کې ځواکونو ويلي چې د شنبې په ورځ يې دوه سرتيري له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د افغانستان په سويلي سيمو کې وژل شوي دي .

د ٢٠٠٧ کال له پيله راهيسته د وژل شويو بهرنيو سرتيرو شميره له دغې وروستۍ پېښې سره ٢٠ کسانو ته رسيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
د ننگرهار قول اردو منحل شوه
05 فبروري, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت