BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:18 گرينويچ 2006 ,25 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ننگرهار مرکز ولې د برېښنا له کمښت سره مخامخ دى ؟

برېښنا
جلال اباد ته نژدې برېښنا کوټ د خپل توان نيمايي برخه برېښنا اوس نه توليدوي
په ننګرهار کې بريښنا کوټ دبريښـنا له کموالي سره مخامخ شوى دى . دبريښنا چارواکې د دې لامل دماشينونو زوړ والى په ګوته کوي او وايي چې دغه بريښـنا کوټ نوي په سلو کې له سره رغولو ته اړتيا لري .

دننګرهار بريښنا کوټ خواو شا څلويښت کاله پخوا جوړ شوى چې دهغه مهال په پرتله يې اوس د توليدي وړتيا کچه نيمايي ته راټيټه شوې ده .

د ننګرهار بريښنا کوټ خواوشا ٤٠ کاله وړاندې دمخکيني پاچا محمدظاهر شا د واکمنۍ پرمهال دجلال اباد ښار لويديځ په نژدې لس کيلو مترۍ کې دکابل پر سيند جوړ شوى دى .

دغه روسي جوړ ماشينونو هغه مهال لږ ترلږه دولس ميګاواټه بريښـنا توليدوله
که څه هم اوږده کلونه پر دغه فابريکه تيرشوي او دګرنټۍ يا ضمانت مهال يې هم پوره دى خوبياهم تر تير کال پورې يې د بريـښنا توليد ( ١٠ ) ميګاواټه و .

دسږني ګرم موسم په راتګ سره د بريښـنا کوټ د يو توربين په زيانمنيدو سره اوس دبريښنا دچارواکو په وينا دبريښنا دتوليد کچه شپږو ميګاواټو ته راټيټه شوې ده .

دننګرهار دبريښنا ريس انجينر نجيب الله وايي دا بريښنا کوټ په سلو کې نوي زيانمن شوى او بيارغونې ته اړتيا لري

News image
 ننگرهار د چارواکو په وينا ٣٠ ميگاواټه برېښنا ته اړتيا لري
.

په ننگرهار کې د نور افغانستان په څير د برېښنا اړتيا ورځ په ورځ زياتيږي . خو د برېښنا توليد تر پخوا کم شوى او همدې خبرې د دغۀ ولايت سوداگرو ، پانگوالو او عادي خلکو ته دا پوښتنه پيدا کړې چې حکومت او په ځانگړې توگه د برېښنا وزارت دې برخې ته پام کوي که نه ؟.

ننگرهار د چارواکو په وينا ٣٠ ميگاواټه برېښنا ته اړتيا لري د دغه ولايت دبريښنا ريس وايي وزارت دبريښنا لپاره په ننګرهار کې ځينې پروګرامونه پلي کول غواړي خو د هغه په وينا دم ګړۍ ته پرې معلومات نه لري.

هغه وويل : وزارت ته يې وړانديز کړى چې په وارداتي بريښناسره چې له نورو هيواونو څخه وارديږي دننګرهار دبريښنا ستونزه هم حل کړي چې په ځانګړي ډول د هغه په وينا دا چاره د پاکستان د سرحد ايالت نه ښه ترسره کيدى شي .

انجينرنجيب الله هيله څرګنده کړه چې دمنځنۍ اسيا له هيوادونو څخه کابل ته دبريښنا له واردولو وروسته به له نغلو څخه شل ميګاواټه بريښـنا ننګرهارته ورکول کيږي .

خو په شته بريښنا کې چې د جلال اباد ښاراوسيدونکي کومه ستونزه بيانوي هغه دبريښنا ناسم ويش دى دجلال اباد ښار دوه تنه اوسيدونکي له همدې سرټکوي .

خو دننګرهار دبريښنا چارواکي وايي دوى په زياته اندازه داچاره سمه کړې او هڅه کوي چې نوره يې هم توله برابره کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت