BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:43 گرينويچ 2005 ,19 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ننگرهار ماشومان درانۀ کارونه کوي
کار
د بشري حقونو کميسيون وايي ٨٠٠ ماشومان په سختو کارونو اخته دي .
په جلال اباد کې د بشر ي حقونو دفتر خبردارى ورکړى چې د ننگرهار ولايت په يو شمېر سيمو کې په زياتيدونکې توگه له ماشومانو څخه په شاقه کارونو کې کار اخستل کيږي .

په جلال اباد کې د بشري حقونو د ځايې دفتر مشر جانداد سپين غر وايي له دې سره سره چې په دې وروستيو کلونو کې په ښوونځيو کې د ماشومانو شمېره زياته شوې خو د ننگرهارولايت په ځينو برخو لکه د تورخم په غرنيو سيمو کې لږ ترلږه ٨٠٠ تنه ماشومان د اقتصادي ستونزو له کبله په داسې کارونو اخته دي چې بايد ماشومان يې ونه کړي .

د بشري حقونو دفتر مشر ويلي چې ده دغه مساله د ماشومانو د ژغورنې له دفتر Save the Children او د يونسف UNICEF له ادارې سره هم ياده کړې ده.

همدا راز ښاغلي سپين غر ويلي چې ده د ننگرهار ولايت په ځينو برخو کي د ماشومانو د شاقه کارونو په اړه خپله انديښنه په کابل کې افغان حکو مت ته هم په ډاگه کړې او ورنه غوښتنه يې کړې ده چې په دې برخه کې خپله هغه دنده پر ځاى کړي چې د بشري حقونوله نړيوالې ټولنې سر يې کړې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت