BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:03 گرينويچ 2006 ,11 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ننگرهار کې د تلويزيون ستنه والوزوله شوه
تلويزيون
هڅه روانه وه چې د ننگرهار ټولو ولسواليو ته تلويزيوني خپرونې ورسيږي .
د افغانستان په ختيځ ولايت ننگرهار کې د خوگياڼيو ولسوالۍ د تلويزيون هغه ستنه ويجاړه شوې ده چې د جوړيدو په حال کې وه .

دغه ستنه چې ورسره نور تخنيکي وسايل هم وو د خوگياڼو د ولسوال له دفتره ايله په ٥٠ متره واټن کې دريدونکې وه .

پر دغې دستگاه ٢٥ زره امريکايي ډالره لگښت راتۀ چې هندي انجينييرانو جوړوله .

نيت دا وو چې له دې ستنې سره به په شاوخوا ١٥ کيلومترو کې د تلويزيون خپرونې وليدل شي .

د ننگرهار په پنځو ولسواليو کې دغه ډول ستنې دريږي چې تلويزيوني خپرونې په ټول ولايت کې وليدل شي .

دا معلومه نه ده چې دغه وروستۍ چاودنه چا کړې ده خو چارواکو د هيواد غليمان پړۀ بللي دي .

افغان چارواکي د هيواد غليمان طالب اورپکي او القاعده غړي بولي . د طآلبانو په واکمنۍ کې د تلويزيون په خپرونو بنديز لگيدلى و .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت