|
بي بي سي عربي تلويزيوني خپرونې پيلوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بي بي سي نړيوالې څانگې په عربي ژبه د يوه ټلوېزيون د جوړولو اعلان وکړ. دا ټلوېزيون به په ٢٠٠٧ کال کې خپرونې پيلوي او په لومړي سر کې به دولس ساعته وي. ددې لپاره چې لگښت يې وموندل شي نړيواله څانگه په لسو ژبو خپلې راډيويي خپرونې پايته رسوي چې ډېرئ يې د ختيځې اروپا مخکنيو کمونستو هيوادونو ته خپرونې کولې. د بي بي سي د نړيوالو خپرونو مشر نايجل چاپمن وويل چې دا اويا کاله مخکې د نړيوالو خپرونو تر پيل راهيسې په بي بي سي کې تر ټولو ژور بدلون دى. نړۍ بدلېږي، او بي بي سي هم ورسره جوخته اوړي.څرنگه چې ډېر او لا ډېر وگړي د خبرونو لپاره ټلوېزيون او انټرنېټ ته مخه کوي، بي بي سي هم خپلې راډيويي خپرونې کموي او پرځاى يې په ټلوېزيون او انټرنېټ کې پانگه اچوي. ددې لړۍ لومړۍ پروژه به عربي ټلوېزيون وي چې په ٢٠٠٧ کال کې خپرونې پيلوي. وروسته ښايي په فارسي ژبه ايران او افغانستان ته هم ټلوېزيوني خپرونې او په روسي، اسپانوي، پرتگالي ، هندي او اردو ژبو هم ټلوېزيوني خبرونه پيل شي.بي بي سي مخکې هم په عربي ژبه ټلوېزيون درلود خو د خپرنيزې تگلارې پر سر له سعودي عربستان سره تر اختلاف وروسته چې د هغه لگښت يې ورکاوه، وتړل شو. داځل پخپله بي بي سي ددې ټلوېزيون لگښت چمتو کوي. د دې لپاره چې د لگښت پيسې يې وموندل شي، بي بي سي خپلې لس راډيويي خپرونې او په دې ډله کې قزاقي، پولنډي، يوناني او تايلندي تړي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||