BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:53 گرينويچ 2005 ,28 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې د رسنيو ترمنځ سيالي سختيږي

د خبريالانو د روزنې يو کورس
په افغانستان کې په دې وروستيو کې يوزيات شمير خبريالان روزل شوي دي
د افغانستان ملي راديو تلويزيون دخپلو مينه والو د کمښت له امله انديښمن دى ،
نه غواړي چې د نورو خصوصي رسنيو سره په سيالي کې پاتې راشي .

د المان هيواد د افغانستان د ملي ټلويزيون د سمبالښت په موخه څه نا څه نيم ميليون ډالره مرسته کړې ، د افغانستان د ملي راډېو ټلويزيون مشر نجيب روشن وايي چې له دغو پيسو نه به د خپرونو د بيا رغاونې په چارو کې گټه واخيستل شي

د څو مياشتو راهيسې د ملي ټلويزيون په خپرونو کې يو لړ بدلونونه او نوښتونه رامنځته شوي ، د ښاغلي روشن په وينا که چيرته په خپرونو کې نوښت رامنځته نه شي ، نو ملي ټلويزيون به د نورو خصوصي رسنيو سره په سيالى کې پاتې راشي

د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون مشر نجيب روشن وايي په پام کې ده چې د دولت تر کنټرول لاندې دغه دوه رسنى به گام په گام په برياليو او بې پرې رسنيو بدلې شي ، نوموړى په دې خبره ټينگار کوي چې د هرې ورځې په تيريدو سره ملي ټلويزيون خپل کتونکي له لاسه ورکوي .

(( له بده مرغه د افغانستان ملي راډېو ټلويزيون د خصوصي ټلويزيونونو په پرتله ورځ په ورځ خپل کتونکي له لاسه ورکوي.))

 په پام کې ده چې د دولت تر کنټرول لاندې دغه دوه رسنى به گام په گام په برياليو او بې پرې رسنيو بدلې شي
نجيب روشن

ښاغلي روشن د ملي ټلويريون د کتونکو د کچې راټيټيدنه د هغو خپرونو خپرول وښودل چې نه بريالى دي او نه هم بې پرې ، د نوموړي په وينا پخوانيو دولتونو هڅه کوله چې دغه رسنى د خپلو ايډيولوژيکو هدفونو لپاره وکاروي .

د ملي راډيو ټلويزيون مشر وويل چې دغه نيم ميليون ډالره مرسته به په بيلابيلو برخو کې ولگول شي هغه زياته کړه چې د کارکونکومياشتينى تنخواگانې او د نويو سامانونو او وسايلو را نيونه هغه څه دي چې ددغې مرستې ځېنې به پرې ولگيږي .

((دغه پيسې ډويچ ويلې او د المان د بهرنيو چارو وزارت زموږ سره مرسته کړې ، ددغو پيسو لگښت او څارنه د المانيانو له خوا کيږي موږ يوازې د خپلو اړتياوو لست د ټلويزيون د تخنيکي همکارانو په مرسته برابر کړى چې د ځينو خپرونو د بډاينې لپاره پرې سامانونه او وسايل پوره کړو.))

اوس مهال په افغانستان کې پنځه ټلويزيوني شبکې خپرونې لري چې څلور يې خصوصي او يوه يې د افغانستان دولت تر څارنې لاندې کار کوي ، د ملي ټلويزيون سره ډيرې خبري سر چينې د خبرونو په راټولولو کې مرسته او همکاري کوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
د کندز ولايت رسنۍ ولې غلې دي
27 دسمبر, 2005 | خبرونه
طلوع ټلوی زيوني سټېشن
10 اگست, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت