BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طلوع ټلوی زيوني سټېشن
News image
د طالبانو له نسکورو را پديخوا له ځينو ښځو لپاره په ژوند کې بدلونه راغلى
په افغانستان کې يونوی ټلوی زيوني سټېشن د يوشمېر حساسو موضوعگانو په څېړلو سره لکه د ښځو حقونه، نوې لار پرايزي. د جبري ودونو په اړه د طلوع ټلويزيون يوه وروستي پروگرام خورا تاوده بحثونه راوپارول.

خو دې سټېشن په افغاني ټولنه کې د بدلونو د چټکتيا په اړه هم ژور بېلتون په ډاگه کړی دی.

په دې وروستيو وختونو کې دې ځوانې ښځې چې کله د جبري واده په اړه وغږېده، پر خلکو جادويي اثر وکړ. مور او پلار يې، د هغې په وينا، له خپلې خوښې پرته هغه يو چا ته کوژده کړې وه. هغه وتښتېده چې له هغه چاسره چې مينه يې ورسره درلوده، واده وکړي.

« دا د شريعت او اساسي قانون له مخې زما حق دی چې خپله کوژده ماته کړم او له بل سره واده وکړم. زه حق لرم چې په خپله خوښه انتخاب وکړم. هغوی څه حق لري چې ما وځوروي؟»

News image
د پروگرام چلوونکی همايون دانشيار غواړي چې دغه ډول بدلونونه را وزېږوي
هغه ښځه چې له شرعي نکاح نه سرغړوي د بند له سزا سره مخامخ کېدلی شي. دا به اوس محکمه فيصله کوي چې دا ځوانه ښځه په خپله خوښه واده کولی شي او که نه. هغه سړی چې کورنۍ يې ددې لپاره غوره کړی وو، له قهره اېشېږي.

«هر سړی، خور او مور لري او د ښځو ددې ډول حقونو نتيجه به دا شي چې سړي چې د ورځې کارته ځي او چې د شپې راشي، گوري به چې ښځه يې له بل سره تښتېدلې ده او يا بل چا بيولې ده.»

دا حقيقت چې دواړه خواوې د خپرونو په ډېر ښه وخت کې خبرې کوی، پخپله يو خبر دی. هغوی چې د ښځو د حقونو پلويان دي وايي دا ښايي پر نورو هم اغېز وکړي چې د جبري ودونو په وړاندې ودرېږي. د افغانستنان د بشري حقونو کميسيون له خوا شمس الله وايي، د هغو مېرمنو شمېرناڅاپه ډېر شوی چې د مرستې په لټه کې دي او دا تر څه ځايه ددې ډول ټلويزيوني خپرونو له برکته.

«خلک له خبری رسنيو، د بشري حقونو له کميسيون، د ښځو چارو وزارت او نورو سرچينو څخه اطلاعات تر لاسه کوي. کله چې دوی د خپلو حقونو خبره واوري، نو دا ورسره د خپلو حقونو په پېژندنه کې مرسته کوي او بيا راځي چې دغه حقونه وغواړي.»

News image
د کابل په سينگارځای کې ښځو د جبري ودونو په اړه د طلوع خپرونه ليدلې او د زړه له کومي يې پلوي کوي.
د پروگرام چلوونکی همايون دانشيار غواړي چې دغه ډول بدلونونه را وزېږوي. دی وايي، هغه کورنۍ چې خپلې لوڼې جبري ودونو ته ټېل وهي اوس پوهېږي چې لوڼې يې هم اوس کولی شي چې د ټلويزيون له لارې وغږېږي او هغوی وشرموی.

«دا لکه سړی چې پر زينه خېژي او موږ يې لا په لومړي پاټکي کې يو. افغانستان يوه پرمختيايي ټولنه ده او د جگړو له امله موږ لاهم داسې خلک لرو چې د ښځو په اړه هماغه پخواني فکرونه لري.»

خو د بدلون لرليد لا له همدا اوسه اندېښنې راټوکولې دي. فضل هادي شينواری د افغانستان قاضي القضات، د سترې محکمې رييس او ددې هيواد تر ټولو مخور اسلامي عالم دی. هغه د طلوع ټلويزيون بندېدل غواړی او اعتراض يې په تېره بيا پر دې دی چې ښځې پکې بې له حجابه را څرگندېږي او د آسيايي موسيقۍ په کسټونو کې ښځې په داسې کاليو کې ناڅي، چې دده له نظره شرمووونکي دی.

News image
د طلوع ټلويزيون ځينې خپرونې له اسلامي اصولو نه سرغړونه کوي
فضل هادي شينوارى:
«د طلوع ټلويزيون ځينې خپرونې له اسلامي اصولو نه سرغړونه کوي. موږ هغه غندلي او له چارواکو نه مو غوښتنه کړې چې هغه بندې کړي. د لوېديځ ښځې نيمې بربنډې گرځي، خو په اسلام کې موږ وايو چې ښځې دې له مخ پرته نورې په حجاب کې پټې وي.»

د کابل په دې سينگارځای کې موږ د هر عمر ښځې وموندې چې يو له بل سره په خبرو بوختې دي. هرې يوې د جبري ودونو په اړه د طلوع خپرونه ليدلې او د زړه له کومي يې پلوي کوي.

«ما د جبري ودونو په اړه دغه پروگرام کتلی او کتل يې د نورو نجونو او ښايي په تېره بيا زما لپاره، ډېر ښه وي. رېښتيا خو داده چې زه لا واده شوې نه يم، لنډه داچې د هرچا لپاره ښه دی. موږ خپلې ستونرې د ټلویزيون له لارې سره شريکوو. دا زموږ لپاره ډېره نوې خبره ده.»

«دا يو خپلواک ټلويزيون دی او مثبت بدلون به رامنځ ته کړي. نورې ډېرې ځوانې ښځې به وهڅېږي چې د خپلو ستونزو په اړه خوله پرانيزي او پټې يې نه کړي. په اوسني وخت کې ‌ډېرې ځوانې نجونی چې په زور ودېږي، ځانونه وژني. که چېرې هغوی پر ټلويزيون خبرې وکړی شي، ښايي دا تر څه ځايه ستونزه را کمه کړي.»

ددا ډول ډېرو شخصي مسالو ښکاره بيانول لا په دې هيواد کې ډېره نوې خبره ده. په دې تړاولاهم وروستۍ پرېکړه روښانه نده، خو اغېز يې څرگندېږي. په کابل او له هغه نه د باندې دا اوس د خلکو د خولو خبره گرځېدلې ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت