BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:03 گرينويچ 2005 ,27 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کندز ولايت رسنۍ ولې غلې دي

کندز ولايت
د کندز په ولايت کې د ايساف نړيوال سرتيري امنيت تينگوي
كندوز د افغانستان يو له ګڼ مشيتو ولايتونو څخه دى .دا ولايت د هيوادد شمال ختيځو ولايتونو مركز هم بلل كيږي .

دكندوز ولايت د منځنۍ اسيا له تاجكستان سره پر پوله پروت دى او له دې لارې د افغانستان ډيرى سوداګر خپل توكي ليږدوي راليږدوي چې دې كار د كندوز ښار ته اوس سوداګريزه څيره وركړې ده .

كندوز چې په تيرو درې لسيزو كې د جګړو د مركز په توګه پاتې شوى ، د افغانستان د نورو سيمو په څير ډير زيانونه وراوښتي دي . خو اوس په كې د بيا رغاونې ډير كارونه پيل او ځنې يې بشپړ شوي دي .

د كندوز پلخمري لويه لار د لار جوړونې د چينايي كمپنۍ له خوا بيا رغېدلې ده . د كندوز د ښار كوڅې او واټونه اوس پاخه دي .

د كندوز په ښار كې پخې ودانۍ مخ په زياتېدو دي . د شير خان په بندر كې د امو د سيند پر سر د پله د جوړونې كار روان دى . د كندوز او ځينې څيرمه ولسواليو خلك د هغې برښنا له روښنايي څخه برخمن دي چې له ګاونډي تاجكستان څخه راغځول شوې ده .

ډيرو خلكو ددې برښنا د شتون له كبله د كوچنيو صنايعو د فابريكو پر جوړولو لاس پورې كړى دى .

دا هغه پر مختياوې دي چې د افغانستان ډيرى ولايتونه لكه پكتيا ، زابل ، پكتيكا ، باميان او ډير نور هغه ترې بې برخې دي .

خو حال دا چې يو كال وړاندې په دغه ولايت كې وضعه بل ډول وه . ښار يو مخ په دوړو او خځلو كې پټ وو.

د سپين زر د شركت او يو دوه دولتي پخو ودانيو پرته نورې ورته ودانۍ په سترګو نه ليدل كېدې . د ښار واټونه خامه او كنډو كپر وو او همداسې نور .

خو دغو ټولو پرمختياوو ته په پام سره د كندوز ولايت رسنيو او مطبوعاتو پرمختګ نه دى كړى .په دې ولايت كې د دولتي راډيو ټلويزون پرته د زهرې په نامه يوه خپلواكه راډيو د ايف ايم په څپو فعاليت كوي .

كه څه هم ددغې راډيو د پروګرامونو ډيره برخه تفريحي خپرونو او د ښځو پروګرامونو ته ځانګړې شوې ده خو ځنې وخت دې راډيو هڅه كړې چې د ټولنې ستونزې هم خپرې كړي .

د زهرې د راډيو مشري د اغلې ناجيه خدا يار په غاړه ده او ٨ نورې نجونې هم ورسره كار كوي .

كندوز د روسانو د يرغل په وړاندې د جهاد او بيا د كورنيو جګړو پر وخت دجګړو د مركز په توګه پاتې شوى او څو ځلې په دې ولايت كې د بيلا بيلو سيالو ډلو تر منځ خونړۍ جګړې شوې دي .همدا راز له دې ولايت څخه ډيرو جګړه مارو او جنګي سالارانو خپل جګړيز فعاليتونه پيل كړي دي .

چې د سيمه ييزو ليكوالو ا و خبريالانو په وينا د واكپالنې او ځانپالنې اغيز يې لا هم په سيمه خپر ې دي .

او همدا ټكى ددوى په وينا ددې لامل ګرځېدلى دى چې خپلواكه رسنيو د فعاليت سيمه تنګه اولنډه شي.

د زهرې د راډيو مسوله اغلې ناجيه وايي د انتقادي پروګرامونو د خپرولو له كبله څو ځلې د ناپيژندل شو كسانو له خوا ګواښل شوې ده .

په دې ولايت كې له دولتي خپرنيو پرته د ګوتو شمار خپلواكې هغه فعاليت كوي . ددغو رسنيو خبريالان وايي چې د سيمه ييز وقوماندانان اغيز لا هم پر خلكو او په ځانګړي ډول پر قلموالو شته دى .

 له دې ولايت څخه ډيرو جګړه مارو او جنګي سالارانو خپل جګړيز فعاليتونه پيل كړي دي .

ددغه ولايت يو خبريال عنايت خليق وايي لاهم د رښتياو د خپرولو لپاره په كندوز كې شرايط نه دي برابر .دده په وينا همدا لامل دى چې رسنيو په دې ولايت كې هومره وده نه ده كړې څومره چې يې تمه كېده .

خو سيمه ييز چارواكي وايي چې دوى د وينا د ازادۍ لپاره په دغه ولايت كې شرايط برابر كړي دي او له هغه چا سره چې د دغې ازادۍ په وړاندې خنډ راولاړوي ، د پريكنده چلند خبردارى يې وركړى دى .

خو ځينې نور سيمه ييز ليكوال او خبريالان بيا وايي چې په دغه ولايت كې چارواكي هغو توكو ته چې له رسنيو خپريږي پاملرنه نه كوي او دغه خبر د رسنيو د چوپتيا لامل ګرځېدلې ده .

كه په دغه ولايت كې رسنيو د مزار شريف او نورو لويو ښارونو په پرتله پرمختګ نه دى كړى خو د ځوانو خبريالانو او ليكوالو تر منځ د رسنيو د پرمختګ لپاره هلې ځلې روانې دي .

د كندوز خلك د افغانستان د نورو سيمو د خلكو په څير د وينا ازادۍ او ولسواكۍ ته ارزښت وركوي او ملاتړ يې كوي چې خپلواكې رسنۍ په دغه ولايت كې په رښتنې مانا د سيمه ييزو ځوانو خبريالانو او ليكوالو په مټ د پرمختګ وس پيدا كړي .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت