|
دسيمه ييزو رسنيو د سقوط په اړه په شمال كې يوه غونډه وشوه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د غونډې برخه وال چې د سيمه ييزو نږدې پنځه پنځوس خپرنيو چارواكي او په سيمه كې د نړيوالو رسنيو خبريالان وو . د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت نه پاملرنه يې د مزار شريف رسنيو ته د هغو د نه چاپېدو لامل وباله. په مزار شريف كې چې نږدې پنځه پنځوس خپرونۍ او جريدې د اطلاعاتو او كلتور رياست سره ثبت دي د ګوتو په شمار يې اوس چاپيږي چې هغه هم زياتره يې تنطيمي او يا هم انجيو ګانو پورې اړه لري او د اړوندو ادارو لپاره تبليغات كوي. د مزار شريف د جهان نو په نامه د يوې خپلواكې اوونيزې مسوول مدير عبدالقيوم بابك بيا د دولتي او ازادو رسنيو پړه د اطلاعاتو او كلتور پر وزير واچوله . دافغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير يواځې د كابل د اطلاعاتو او كلتور وزير دى نه د ټول افغانستان هيڅ كله زمونږ اطلاعاتو او كلتور ته پام نه دى كړى . دبلخ ولايت د اطلاعاتو او كلتور ريس څخه څه ګيله وكړو د هغه په اختيار كې خو هيڅ هم نشته. ما نورو مجلسونو كې هم دا خبره كړې ده زمونږ د مطبعې چاپخونه فعاله ده خو د دغو رسنيو د سقوط لامل د افغانستان د اطلا عاتو او كلتور وزارت دى مونږ نور څوك نه ملامتووو. ښاغى بابك وايي چې دا نديشې نوو په نامه يوه سيمه ييزه خپرنۍ د خپلو ازادو خپرونو په حساب دوه دوسيي لري او دغه رازد ماريا سزاوار په نامه يوه خبرياله چې ليكنه يې د تخنيكي ستونزو له امله ناسمه چاپ شوې وه. د مزار شريف د علماوو له خوا د مرګ فتوا صادر شوه چې بيا له محكمې څخه يې بيا برات واخيست ، دغه راز د اسلامالدين مايل په نامه د يو ژورناليست تښتونه د جنرال رشيد دوستم د وسله والو له خوا هغه بيلګې دي چې په سيمه كې د خبريالان يې له يو ډول ګواښ سره مخ كړي دي . په مزار شريف كې نږدې د پنځه اتيا كلنو له راهيسې يواځنۍ دولتي ورځپاڼه چې بيدار نوميږي فعاليت كوي تش نوم يې ورځپاڼه دى خو په مياشتو مياشتو كې د غونډې د برخه والو په وينا نه چاپيږي او وزير يې دومره پوښتنه نه كوي چې لامل يې څه دى. د بلخ ولايت د اطلاعاتو او كلتور ريس عبدالله رويين بيا وويل چې ددغو رسنيو د نه چاپېدو لاملونه د حقيقت پټول دي او دا ددې لامل ګرځئ چې لوستونكي يې كم شي. دا اوس سمسورې سيمې توضيع كيږي كومه ورځپاڼه ورغلې ده چې د شنو ځايونو د اړتيا په اړه يوڅه ووايي ، همدا راز اپارتمانونه يې له خلكو ونيول چا دا خبره تر اوسه كړې ده. او يا له خلكو او دوكاندارانو څخه په بيلا بيلو نومونو پيسې اخيستل كيږي د تجايي په نامه ، دغه راز په پروژو او ادرو كې فساد چا خپور كړى دى. هر څوك وايي په محكمه كې بډه اخيستنه روانه ده . په پلانكي ځاى كې يې دومره پيسې را څخه واخيستې ، ددې خبرو تر شا يو حقيقت پروت دى دا چا خپور كړى تر اوسه ، دا دومره لوې لوې تبصرې ليكي خو اصلي خبره نه كوي. ايا مونږ د خلكو لپاره يو كه د روڼ اندو لپاره ښاغلي رويين وويل چې د خبريالۍ دنده ډيره درنده ده ، خبريال بايد حقيقت روښانه كړي چې چارواكي يې نه غواړي او له خپلې دندې سره مينه ولري. په نورو هيوادونو كې خبريا لان بنديانيږي خو نور يې پرته له ويرې د بيان ازادۍ ته په پام سره خبرې كوي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||