|
يو شميرامريكايي كار پوهان دافغانستان شمال ته تللي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په مزار شريف كې نړيوالو سوله ساتو ځواكونو وياند تورن ټيم رولينسن په يوه خبري ناسته كې دا هم وويل چې د ا مريكا د متحدو ايا لاتو د كرنې وزارت يو بل استازي بيل اوډنلل ١٦ موټر سايكلونه د بلخ ولايت د كرنې رياست ته بښلي. وياندپه شمال كې د نشيي توكو په وړاندې د مبارزې په برخه كې د هلو ځلو د زياتيدو يادونه هم كړې ده. د كرنې د كارپوهانو دغه امريكا يي پلاوى چې د هرات له ښار څخه د ډاكټر ډيوډ ليګده په مشرۍ د افغانستان شمالي ولايتونو ته راغلى موخه يې داده چې په دې ولايتونو كې د كرنې او مالدارۍ د پراختيا په اړه څيړنې تر سره كړي . په مزار شريف كې د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو وياند تورن ټيم رولينسن په يو خبري كنفرانس كې غږېده وويل چې دغه امريكايي كارپوهان د هيواد شمال ته د جوزجان د والي په بلنه راغلي دي او په لومړي ګام كې غواړي چې څه ډول كولى شي چې د څارويو لپاره د ښه خوراك ، بازارموندنې او مصنوعي القا ته وده وركړي . نه يواځې په شمال كې بلكې په ټول افغانستان كې د تيرو سختو جګړو او بيا د وچكاليو له كبله كرنې او مالدارۍ ته ډير زيانونه وراوښتي دي. مالدارانو خپل څاروي يا خو پلورلي او يا هم د بيلا بيلو ناروغيو له كبله له منځه تلي او په ځنې ځايونو كې خو بيا دنا مسوله وسله والو د زور زياتي له كبله مالداران او ځمکه وال دې ته اړوتي چې خپل اصلي څايونه پريږدي او له خپل پلرني كار او كسب څخه لاس ومنځي ،او زياتره ځمکه والو خو د وچكالۍ په پلمه د كوكنارو كر كيلې ته مخه كړه. ښاغلى ټيم وايي چې دغه امريكايي ډله به د شمال له ټولو ولايتونو څخه ليدنه كوي چې اوس د سمنګان ولايت مركز ايبك ته تللي چې د هغه ځاى د كرنې له چارواكو سره په دې برخه كې خبرې وكړي . په دې خبري ناسته كې وياند د امريكا د متحدو ايا لاتو د كرنې د وزارت له خوا د بلخ ولايت د كرنې رياست ته د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو له لارې د شپاړس موټر سايكلونو د وركړې خبره هم وكړه او زياته يې كړه چې ددغې مرستې موخه داده چې د كرنې د رياست چارواكي د ولايت هغو سيمو ته چې هلته كوكنار زيات كرل كيږي سفرونه وكړي او كروندګر وپوهوي چې كوكنارو كر كيله څومره زيانونه لري د بلخ ولايت د كرنې ريس سيد عزيز الله هاشمي د امريكا له دې مرستې څخه د مننې په ترڅ كې وويل چې د غه موټر سايكلونه ددوى كاركونكي دې ته اړ باسي چې لرې پرتو سيمو ته سفرونه وكړي او خپلې دندې په ښه توګه تر سره كړي. په همدې لړ كې د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو وياند تورن ټيم خوښي وښوده چې په شمالي ولايتونو كې د نشيي توكو په وړاندې د چارواكو مبارزه ګړندۍ شوې او زياته يې كړه چې تيره ورځ يې د سرپل په ولايت كې د نشيي توكو په وړاندې د ولسوالانو او نورو چارواكو په يوه لويه غونډه كې ګډون كړىوو. ده زياته كړه چې ورته غونډې د بلخ او فارياب په ولايتونو كې وار له مخه رابلل شوي دي او د سمنګان او جوزجان واليان به يې هم ډير ژر راوبلي او ولسوالانو ته به خبردارى وركړي چې د نشيي تو كو په وړاندې د مبارزې په برخه كې د دولت نوې تګلاره پلې كړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||